کور / تازه خبرونه / دمصر نوي کابيني دلوړي مراسم ترسره کړل

دمصر نوي کابيني دلوړي مراسم ترسره کړل

دمصر ولسمشرحسن مبارک په داسې حال کې خپلې نوي کابيني ته لوړه ورکړه چې دنوموړي د ديرش کلنې واکمنۍ پر وړاندې دلاريونو لړۍ په اتمه ورځ هم روانه ده .
دمصر دکورنيوچارو دوزير پرځاى چې لاريون کوونکي له دوي سره په شويو بې رحمۍ تورن کوي پرځاى يې دنوموړي هيواد دپوليسو يوتقاعد شوى پوليس افسر ټاکل شوى دى .
په همدي حال کې د دفاع اوبهرنيوچارو وزيران دولسمشرحسن مبارک په کابينه کې پخپل ځاى پاتي شوي دي .
دمصرنوي مرستيال ولسمشر وايي چې ولسمشر حسن مبارک ورته دنده سپارلي چې د دولت پرضد دلاريون کوونکو په منځ کې له مخالفينو سره ژر ترژره خبرې اتري وکړي .
دامريکا ولسمشرباراک اوباما اودبهرنيوچارو وزيرې ميرمن هيلري کلنټن په مصر کې دازادو اوعادلانه ټاکنو د ترسره کيدو غوښتنه وکړه .
په همدي حال کې اروپايي ټولنې له مصري چارواکو غوښتي ترڅو له خپلو مخالفو ډلو سره خبرې اتري وکړي،بندي لاريون کوونکي خوشي کړي .
دا په داسې حال کې ده چې دلاريون کوونکو په شمير کې تر نورو ورځو ډير زياتوالى راغلى .