کور / طنز / د اخر عمر واده

د اخر عمر واده

زموږ یوه متوسطه کورنۍ وه،زموږ د کورنۍ غړي لکه انا،نیکه،پلار،مور،وروڼه او خویندي ټولو په ښه خوشحالۍ سره ژوند تېراوه.خو ما ته تر ټولي کورنۍ انا ډېره ګرانه وه ځکه هر وخت به یې نکلونه او ښې پرېمانه کیسې راته کولې.له بده مرغه داسي ورځ هم راورسېده د انا خوارکۍ وخت پوره سوی وو او له دې دنیا څخه یې سترګي پټي کړې.زما نیکه چي خلکو عبدل کاکا باله د دوهم واده په لټه کي سو،عبدل کاکا چي یکي یو زوی یې وو او زوی خوارکي یې د دې لپاره چي سپین ږیری او بوډا پلار د دوهم واده څخه منع او تر یو ځایه د ده حق ورپرځای کړي د حج کولو خبره وریاده کړه!خو په چا یې منې؟ زما پلار زموږ د کلي شاوخوا سپين ږیرو او مشرانو څخه مرسته وغوښته،مشران او سپين ږیرو هم په وار سره د عبدل کاکا څخه د حج کولو غوښتنه وکړه او ورته ویل به یې چي سپين ږیری سړی یې ته واده څه کوې؟او بل دا چي پر دا سین(عمر) تاته هیڅوک ښځه نه درکوي،عبدل کاکا چي په سپينه ږیره د جنسي غریزي تږی وو،ویل به یې چي حج څه کوم یوه مچه یې تر سلو حجو ثواب لري… عبدل کاکا چي په پاکستان کي د مهاجرت شپې او ورځي د یوې معصومي پېغلي په انتظار کي نه سوای زغملای نو ډېر ژر یې له خپل میرني ورور څخه چي په افغانستان کي په خپل کلي کي استوګن وو مرسته وغوښته. ورور یې له موقع څخه په استفادې له بل سړي سره چي یوه نیمه لیونۍ لور یې درلوده لاره جوړه کړه او د ځمکي(جایداد) په ورکولو سره یې دهغه سړي لور عبدل کاکا ته په نکاح ورکړه.شپږ میاشتي د عبدل کاکا کورنۍ له دغي رشتې څخه ناخبره وه،خو کله چي دا خبره رسوا سوه نو کورنۍ یې ناچاره وه څه یې کړي وای؟! ځکه دومره پيسې نه وې چي د عبدل کاکا ارمان تر کوره په راورسوي.دوه کاله دا خبره پر ځای پاته وه،اخر زما پلار مجبوره سو چي د عبدل کاکا واده راوړي څه یې کړي وای عزت وو باید راخوندي کړی یې وای.نو ځکه د عبدل کاکا زوی وطن ته ولاړی او د پاتي ځمکي نیمایي برخه یې خرڅه کړه تر څو د عبدل کاکا د واده مصارف په تر سره کړي.خو دهغې خوا چي راتلۍ دسورلۍ موټر یې چپه سو،د عبدل کاکا زوی سخت ټپي سو،کومي پیسې چي د عبدل کاکا زوی د ځمکي له خرڅولو څخه برابري کړي وې هغه ټولي د ده په درملنه مصرف سوې.خو عبدل کاکا په به وروڼو ویل چي زوی دي پیسې لري تا ته یې نه درکوي چي ته واده په وکړي.عبدل کاکا به هم همېشه مرور و او ویل به یې چي پیسې تاسو پټي کړي دي او اخر یې کور ته راتګ هم بند کړ،ډوډۍ به یې د بازار پر پیاده رو خوړل.هر چا چي به پوښتنه ځني وکړه چي عبدل کاکا کورته ولي نه ځې ده به ورته ویل چي د اخري زمانې اولاد دی پیسې یې پټي کړي او زما واده نه راکوي او تر ټولو بده لا دا چي له کوره یې هم وشړلم.وروڼه یې چي د عبدل کاکا د جایداد تږي وو،ښه به یې ولمساوه چي د ځمکي خرڅولو ته زوی مجبوره کړي،هغه ورځ هم راورسېده،زوی یې د خلکو له شرمه هغه پاته ځمکه چي شل لکه افغانۍ ارزښت یې درلو د عبدل کاکا و ګران ورور ته د مجبوري ورځي په خاطر یوازي په سل زره کالداري ورکړه س نو د عبدل کاکا زوی او لمسیان د تل لپاره د خپل پلرني ټاټوبي څخه بې برخي سول. واده وسو،عبدل کاکا خپله جنسي سرمایه چي د دوو کالو په موده کي یې لاس ته راوړې وه په کار واچول،یو څه وخت لا ښه وو ګوزاره یې کېدل اخر له هغي ګوزارې څخه هم ولوېد…او اوس بې له دې چي ټوله ورځ کور پروت وي د بلي خوارۍ نه دی،حتی چي مسجد ته هم نه ځي، د عبدل کاکا اوس هغه وخت چي زوی او لمسیان به لاس پر نامه ورته ولاړ وو د سینما د پردې غوندي تر سترګو تېرېږي او افسوس کوي. ځکه چي اوس یې هر ګړی ښځه په بیلابیلو ښکنځلو لمانځي او ورته وايي چي په وس دي نه وه پوره نو زه دي ولي د ځان لپاره ودولم،اوس یې نور وس نه په رسېږي نو خود یې په یو ډول نه يو ډول شرموي حتی داسي وخت هم راغلی چي د پټو پر ځای یې پرتوګ پر اوږه ورکړی وي او بازار ته روان وي،عبدل کاکا اوس سپين ږېری دی او د سترګو د لیدلو قوت یې فرار کړی دی،پرتوګ یې په هر ځای کي غوړولی وي او لمونځ پرې کوي.خلک د دې پر ځای چي زړه پرې وسوځي،پر خاندي او رشخندونه په وهي! خو کله چي يو څوک یې سر ورخلاص کړي نو بیا د ده فکر سي او افسوس کوي.خو اوس اوبه تر ورخ تېري دي او هیڅ په لاس نه ورځي