غزل

64 | فبروري 1st, 2011


هسې مړاوی پروت يم غوړيدوته مې زړه نه کيږي
کلي د پردو کې اوسيــــــــــــــــدوته مې زړه نه کیږي
درد دمجبورۍ يمه نيـــــــــــــولی اوس تر ستوني زه
خوله مې ده تړلي ږغيــــــــــــــــدوته مې زړه نه کیږي
زما دخړو خـــــــــــــــاورو په کورو کې رقيبان اوسي
څه وکړم پرې نور؟ونړيدوتــــــــه ته مې زړه نه کیږي
توره رانه واخيستل غرور یې زمـــــــــــا په قتل کړی
غاړه کې تړلو زولنــــــــــــــــــــــــــــوته مې زړه نه کیږي
جنګ راوړي تيارې راوړي زخمــونه جنازي راوړي
ما چې په کې ســــــــوځي دا اوروته مې زړه نه کیږي
زه او ورور به يو دبل په وينــــــــــــــــــو کې غوټې وهو
کور کې دپښتون وسرو لمبـــــــــوته مې زړه نه کیږي
تل به (ځلبلاند )دخپل ملت سره جـــــــــــــوړه درومي
لاره چې یې بيلــــــــــــــــه وي وهغوته مې زړه نه کیږي

«

Copyright Larawbar 2007-2024