کور / شعر / غزل

غزل

د ښاغلي محمد موسىٰ شفيق صاحب د يو شعر په تائيد کې مې ليکلى دى

مخ په وړاندې حرکت لکه دبـــاد را لمده ژبه همـــېشه دستا په ياد را
اوږده کړي مې لاسونه ستا دربارته هوسا ژوند راته په دوه جهانه ښـــادرا
په نصيب کې ډېره برخه دعرفان را په خوله خوږاو په زړه کوږځنې امان را
دخيال برق چې په يو پـــړق کې دررسيږي
بې سببه هــــــــــــآغه لاره د آســمان را
دعلمــــيت چاړه چې پڅه را نه نه شـــي
دهمت او لټون ښکلى هـــآغه ســـوان را
تږي زړونه چې يو دم خړوب حړوب کــــړي
د رحمت او شفقت نـــرم بــــــــــــاران را
دحـــــــــيات بدو حالاتو سره جنــــګ کې
سر سينه ثابت قدم لکه ســــــنــــدان را
طوفانونه د فتنو که چېرې پيــــــل شــــو
بې له ځنډه خپله غېږه کې امـــــــــان را
اطاعت خوستا واجب دى په مونږهروخت
دعمل توفيق په حکم د قـــــــــــــــرآن را
کمزوري دحقوقي تاته ښــــــــــــکاره ده
دګومان او شک نه پاک هــاغه وجدان را