کور / شعر / زه ازاد افغانستان يم

زه ازاد افغانستان يم

زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړه ارمان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
خيرکه نن مې بيوسي دی رنګ سپيره دغريبي ده
يا بچي مې بی هنر دي د ا خو ټوله نا پوهي ده
يا خزان را باندې سم دی بدل پاڼه د ځواني ده
يا نفاق په ما کې ګډ ده ياراګډه ځانځاني ده
****
د انګور په شان به ځوان شم پسرلو سره روان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
اې بچيانو، يتيمانو، پښتنو، پيغلو، ځوانانو
دتعليم لاره کړئ خپله د معارف د بڼ ګلانو
پرمختګ ته بدلون راوړئ علم پوهه رڼايي ده
ناپوهي لمنه ټول کړئ دعزت او ننګ بچيانو
****
پاڼه واړوئ تاريخ نه زه همزولی د جاپان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
مټۍ ونغاړئ پر هار ته زخمي شوې په ټټر يم
نظر وکړئ ننګرهار ته زه ښايسته کابل کنډر يم
نن پردي راغلي ننګ ته چا ويشتلې په ځيګر يم
پيغورنو کې راګيريم د پردو د جنګ سنګر يم
****
د احمد د ننګ کوډله زه خوتاج د خوشحال خان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
پښتنۍ مې سياه پوشې هره لويشت مې هديرۍ شوې
نور حساب يي راته نشته څومره کونډۍ ښاپيرۍ شوې
د اختر ورځو کې ګوره ماتم ځاې مې مقبرۍ شوې
تور لحد ځوانانو وخوړ هره قدم کې يي جنډۍ شوې
****
نورمې مه پريږدې وارنۍ ته د ازمښت يو امتحان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
که بدن مې سورې شوې که جومات مې شهيد شوې
يا ودانې مې کنډر شوې يا ميدان د يزيد شوې
که مې کونډۍ بورې شوې که يتيم مې فقير شوې
لا هم ځوان يم لا ژوندې يم که ملت مې ذليل شوې
****
زرين کرښي د تاريخ کې د غازي ادې داستان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم
****
پسرلې دژوند به راشي سره غوټۍ به راښکاره شي
د غيرت ناوې سينګار کې د دښمن زړه به پاره شي
لوړو غرنوکې چنډړې اوسپين غرکې مې موماڼې
هره خوا په غرورغوکې د سيلونو ننداره شي
****
سوله را به شي بيا ماته دحفيظ د ننګ بيان يم
خپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم