کور / تازه خبرونه / قومي مشران: دولت دي موسى قلعه د ولايت مقام ته پورته کړي

قومي مشران: دولت دي موسى قلعه د ولايت مقام ته پورته کړي

د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسوالۍ ځايې قومي مشرانو د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه غوښتنه وكړه تر څو موسى قلعه ولسوالۍ ورته په ولايت بدله كړى .


قومي مشرانو وويل كه چيري  يې دا غوښتنه ونه منل سي نو په هلمند كي به د امنيت ټينګښت ناشونى كار وي .


د موسى قلعه ولسوال ملا عبدالسلام هم د قومي مشرانو غوښتنه پر ځاى وبلله او دا يې د موسى قلعه د ولسوالۍ د جغرافيايې موقيعت سره مناسبه وبلله .



د موسى قلعه ولسوالۍ په  لسګونو قومي مشرانو د افغان لوړ پوړو چارواكو  څخه دغه ولسوالي په ولايت داوښتلو غوښتنه وكړه .


قومي مشران وايي چې دولسوالۍ نفوس يي تردوه مليونو انسانانو زيات دي اودغه ولسوالي دشمالي هلمنددپنځوولسواليو مركز كيداي شي .


ځايي قومي مشران  وايي چې دغه كار به په شمالي هلمندكې امنيت رامنځته كړي .


 


دموسى كلا ولسوال ملاعبدالسلام هم دقومي مشرانو دغه غوښتنه پرځاي بولي .


هغه له ارياناتلويزويون سره په يوې ځانګړي مركې وويل چي دوي دموسى كلا ولسوالۍ ټول تشكيل برابركړي اومركزي حكومت ته يي سپارلي دي .


عبدالسلام وايي چې  په دغه اړه به په راتلونكى كې دقومونو يوه جرګه هم جوړه شي  .


خووبه كتل شي چي مركزي حكومت دقومي مشرانو دغي غوښتني ته څه ځواب وايي .


  موسى كلا ولسوالي دهلمندپه شمال كې پرته ده .


دغه ولسوالۍ دوې نيمي مياشتي وړاندي افغان اونړيوالو ځواكونو له وسله والو طالبانو څخه ونيول.