کور / تازه خبرونه / طالبانو د ټيلفوني انتونو په نړولو لاس پوري کړ

طالبانو د ټيلفوني انتونو په نړولو لاس پوري کړ

طالبانو د ژړۍ ولسوالۍ په سيمه کي د سړک پر غاړه د افغان ټيلي کام يو انتن چي شاوخوا سيمو ته يې د موبايل ټيلفوني فريکونسۍ لېږدولې رالېږدولې  نړولې ده ، طالب وياند څو ورځي مخکي خبرداری ورکړی و چي په د ماځيګر له ۵ بجو څخه بيا د سهار تر ۷ بجو پوري دي ټول موبايل شرکتونه خپلي ټيلفوني دستګاوي بندي کړي ، طالب وياند ددې خبرداري په اړه دليل وړاندي کاوه چي ګواکي امريکايان او ناټو د موبايل ټيلفونونو د فريکونسيو او ټيلفوني خبرو اترو اوريدلو په مرسته دوی په نښه کوي او مرګ ژوبله ور اړوي .