خوست كې ماين چاودنې مرګ ژوبله رامنځته كړه
دخوست ولايت دعليشېرواوتريزيوولسوالۍ اړونددبابرك تاڼې په سيمه كې نن دكب مياشتې په يوولسمه نېټه دسهاردنهوبجوپه شاواخواكې يوتراكتورماين والوزاوۀ .
دلومړنيومالوماتوله مخې نوموړى تراكتوردهغه ځاى اوسيدنكيوكوچيانوؤچې يوه تنه ښځه اويوتن سړى پكې مړه شوي اوڅلورتنه سړي نورپكې ټپيان شوي دي .
تردې مهاله پېښې پړه چاپرغاړه نده اخيستې خوپدې ولايت كې دولتي چارواكي وايي چې دغه كار دهېواداوهېوادوالودمخالفينوترسره شوى .
دنوموړې ولسوالۍ په اړونده سيمه كې پدې نېږدې تېروروځوكې دادريم ماين دى چې دملكي وګړيوپه موټروپسې چوي اوله امله يې مرګ ژوبله رامنځته كيږي .
دخوست ولايت په ياده شوې ولسوالۍ اوړوندوسيموكې دملي اردو،ملي پوليسواواېتلافي ځواكونولخواچانيزعمليات هم ترسره شوي ،خولدې عملياتوسره سره يې په امنيت كې كوم مثبت بدلون ندى راغلى .