کور / تازه خبرونه / هلمند: قومي مشران د شير محمد اخندزاده د راتلو غوښتنه کوي

هلمند: قومي مشران د شير محمد اخندزاده د راتلو غوښتنه کوي

د هلمند په مركز لښكرګاه كي په لسګونو د مېشتو قومونو مشرانو او سپين ږيرو د هلمند د تللى والى اسدالله وفا پر ځاى د پخواني والي حاجي شير محمد اخندزاده  د راتلو غوښتنه وكړه .


د ولسمشرۍ  ددفتر يوتن كاركووونكي چي نوم ښودل نه غواړي  خبري رسنيو ته ويلي چي  اسدالله وفا درې ورځي وړاندي له  خپلي دندي ګوښه كړل سوى دى ، او ښايې په نوموړي دفتر كي د شايتونو د اورېدولو دنده ورته وسپارل سي .



د هلمند والي اسدالله وفا درې ورځي وړاندي له خپلي دندي ګوښه كړل سوى دى د ولسمشرۍ ددفتر يو تن كاركوونكي چي نوم ښودل نه غواړي خبري رسنيو ته ويلي چي اسدالله وفا ته ښايې د ولسمشرۍ په دفتر كي  د امنيتي ستونزو د شكايتونو د اورېدلو دنده  وسپارل سي .


ښاغلي وفا وړاندي څو څو واره ګواښ كړى وو چي كه افغان او نړيوال ځواكونه سره همږغي نه سي نو استعفا به وركړي .


او په دې وروستيو كي يې څو څو واره  دخبري رسنيو سره دخپلو مركو پر مهال دولت او نړيواله ټولنه ورسره په نه همكارۍ تورنه كړې وه .


نوموړي پر هلمند مېشتو بريټانوي ځواكونو هم دا تور لګولى وو چي د تارياكو په له منځه وړلو كي ورسره هيڅ مرسته نه كوي .


د شنبې په ورځ په لښكرګاه كي د مېشتو قومونو لسګونه مشران راغونډه سوي وه او د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه يې غوښتنه كوله چي  د اسدالله وفا پر ځاى دي د هلمند پخوانى والي حاجي شير محمد اخند زاده په دنده وګوماري .


دغو مشرانو وويل چي حاجي شير محمد اخندزاده نژدې درې كاله هلمند ولايت په پوره امنيت كي ساتلى وو او د هلمند اوسېدونكو ورسره پوره همكاري كوله . 



موږ ډېره هڅه وكړه چي په دې اړه  د اسدالله وفا نظر هم راواخلو خو د ډېرو هلو ځلو سره سره بيا هم و نه توانېدلو .


ښاغلي اسدالله وفا څه باندي يو كال  د هلمند په ولايت كي د والي په توګه دنده تر سره كړه .