د ولسي جرګې په لسګونو غړي محکمې جلب شوي دي
دولسي جرګې په لسګونو غړي دځانګړي محکمې لخوا دتوضيحاتو لپاره جلب شوي دي .
په ولسي جرګه کې دفارياب دخلکواستازى محمدشاکرګارګر وايي دټاکنيزو درغليو ځانګړې محکمې تراوسه شپږ ديرش کسان جلب کړي اوممکن دغه کسان څواتياتنو ته ورسيږي .
کارګر زياته کړه ددغه شپږديرش وکيلانو نومونه دارالانشا ته رسيدلي اوټاکل شوي چې شورا به په دي اړه پريکړه وکړي .
دنوموړي په وينا ټول هغه موضوعګانې چې ځانګړې محکمه يې څيړي حقوقي مسائل اودمعترضو کانديدانو دعوي دي .