لويي څارنوالۍ د تبديليو خبرونه رد کړل
دافغانستان لويي څارنوالى هغه رپوټونه بې اساسه وګڼل چې ګواکې دستري محکمې،لويي څارنوالى اومشرانوجرګې په مشرتابه کې بدلونونه راځي .
دلويي څارنوالۍ وياند وايي لويي څارنوال په عادي توګه خپله دنده اجرا کوي او تراوسه په دي برخه کې هيڅ اقدام نه دى شوى .
ديادونې وړده تيره ورځ يوشمير رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړل چې صبغت الله مجددي به دستري محکمې،فضل احمدمعنوي به دلوي څارنوال او پوهاندعبدالسلام عظيمي به مشرانو جرګې ته دانتصابې غړې له پيژندلو وروسته دثنا د رئيس په توګه وټاکل شي .