هلمند: په هوايي بريد کې د ماين ښخوونکى ووژل شو

34 | فبروري 3rd, 2011


په هلمندولايت کې دبهرنيوځواکونو په هوايي بريد کې يوتن وسله وال طالب وژل شوى دى .
دنوموړي ولايت څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دغه پيښه دپنجشنبې په ورځ رامنځ ته شوي .
خبر زياتوي پيښه دهلمندولايت په ناوي ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې يوتن وسله وال طالب غوښتل په سيمه کې يوماين ځاى پرځاى کړي چې دبهرنيوځواکونو دهوايي بريد ښکار شوو.
ويل کيږي په دغه پيښه کې ولسي وګړو اوياهم امنتيي ځواکونوته کوم زيان نه دى اوښتى .

Copyright Larawbar 2007-2024