کور / تازه خبرونه / هلمند: د کرکټ ۴ ورځني ټورنمنټ پرون پای ته ورسېد

هلمند: د کرکټ ۴ ورځني ټورنمنټ پرون پای ته ورسېد

۲۰۰۸مارچ۱


د كركيټ هغه څلور ورځنى ټورنمټ چي په لښكرګاه كي پيل سوى وو او د لښكرګاه ښار اتو كركيټ لوبډلو پكي برخه درلوده  تېره ورځ پاى ته ورسيد .


د ورزش امر غلام غوث داوري وايې چي د ياد سوي ټورنمټ پاينلي سيالي د ځلاند او آريانا لوبډلو تر منځ تر سره سوه چي ځلاند په دې وتوانيد له آريانا څخه لوموړى مقام خپل كړى ، دغو سياليو زموږ همكار عبدالودود هجران هم ورغلى وو او  په اړه يې دغه رپوټ رالېږلى دى .



د هلمند په مركز لښكرګاه كي د كركيټ هغه ټورنمټ چي  په كرزي سټوډيم چي جوړ سوى وو او د نوموړي ښار اتو لوبډلو پكي برخه درلوده تيره ورځ يې پاينلي سيالي  په داسي حال كي تر سره سوه چي نژدې سل تنه مينه وال او د نوموړي ولايت  د ځينو دولتي ادارو ريسان هم راغلي وه .


د هلمند د وروش امر غلام غوث داوري وايې چي دغه ټورنمټ څلور ورځي دوام درولود او تيره ورځ يې پاينلي سيالي د ځلاند او آريانا لوډلو تر منځ تر سره سوه .


ځلاند په شپاړوسو آورونو او يوه رنز آريانا لوبډله له ماتي سره مخامخ كړه او لوموړى مقام يې خپل كړ .


دغه ټورنمټ  په هلمند كي د سي  ، ان ،  اي،  ټي  يا د مخدره توكو پر وړاندي د مشورتي ټيم لخوا جوړ سوى  وو ، چي په وروستي پړاو كي ځينو تكړه ورزشكارانو او د كركيټ مينه والو ته د ورزشي امريت لخوا ځيني ډالۍ هم وركړل سوې .


ښاغلي دا وري وايې چي په راتلونكو څو ورځو كي به  د ورزش په برخه كي اوه نور ورزشي ټورنمنټونه هم پيل سي .


د يادوني وړ ده چي سږكال د پخوا په پرتله د هلمند ورزشكاران د سپورټ په ډګر كي ډېر بريالي ښكاري او امكانات يې هم څه نا څه زيات سوي  دي خو د هلمند په پرتو ولسواليو كي  ورزش كاران د امنيتي ستونزه له امله  له پښو غورځيدلي دي .