له مصري او ښتون سره ګام پر ګام (دریمه برخه)

د لراوبر اداره | فبروري 3rd, 2011


حسن مبارک ملت ته په وینا کی چی له دولتی تلویزونه خپریدله وویل چی په راتلونکی ټول ټاکنو کی به برخه نه اخلي. بله خوا یی د ا خبره هم رد کړه چی نوموړۍ به واک پریږدي کومه چی د ملیونونو مصریانو غوښتنه دی.
مبارک په قانون کی د اصلاحاتو د راوستو خبره هم وکړه باالخصوص د قانون ۷۶ ماده چی وایی کوم ازاد او مستقل کاندید نشي کولای چی په ټول ټاکنو کی د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند کړي.
حسن مبارک ملت ته په وینا کی داهم وویل چی حکومت به یی پراخ اقتصادي بدلونونه روالي.
محمدالبرادعی، د نړیوالی اتومي انرژۍ پخواني مشر چی دا مهال په لاریونونو کی ګډونوال هم دی د مبارک دا خبره چی په ټول ټاکنو کی به برخه نه اخلي هسی د خلکو غولونه بللی.
دکفایه ګوند مشر عبدالحلیم کندیل هم د حسن مبارک، د اخبره چی د شپږم ځل لپاره به ځان نه کاندیده وي، بس نه بولي.
اوباما، په سپینه ماڼی کی یو خبري غونډی ته په وینا کی د مصري فوځ سوله ایز رفتر له لاریونکونکو سره وستایه او زیاته یی کړه چی یواځی او یواځی مصرۍ ولس خپله اینده ټاکلی شي.
په سکندریی کی د نوي انقلاب دراوستونکو او د حسن مبارک د ملاتړو ترمنځ ټکر شوی او خالد عبدالناصر د مصر د پخواني ولسمشر او عربی نشنلست جمال عبدالناصر ځوی په التحریر څلور لاري کی له لاریون کوونکو سره مل شویدی.
دالوفد ګوند ویاند متاز صلاح الدین وایی چی په مصر کی د تغیر راوستو لپاره یو نوۍ ایتلاف جوړیدونکۍ دی.
او ددی ورځی اخري خبره دا چی په التحریر څلور لاري کی د مظاهره چیانو تعداد یوملیون څخه زیات شویدی.
فروري ۰۲:
د بلی ورځی د لاریونونو لپاره د تیاري نیولو کار روان وو هغه هم په داسی حال کی چی نظامي ټانکونه هره خوا لیدل کیږي.
انټرنیټی خدمات بیا پس له پنځه ورځیني بندیز وروسته بیا څه ناڅه فعال شول. د مصریانو انقلاب کی انټرنیټ غټ لاس درلود.
پدغه ورځ بیا هم د انقلابیانو او د حسن مبارک د پلویانو ترمنځ ټکرونه وشول.
دحسن مبارک لپاره نوي مرستیال سلیمان په مظاهره چیانو د مظاهرو د دریدو غږ کړی ترڅو د خبرو او مرکو لپاره لار پرانیستل شي.
په دحکومت دملاتړو او مخالفو ترمنځ په ټکرونو کی ۱،۵۰۰ نفر ژوبل او د رویټر خبري اژانس په قول دری نفرو د وژل کیدو خبر ورکړل شویدی.
ګوګل انټرنیټی پاڼی بیان ازادۍ ته د لا زیات خدمت کولو په موخه د ټویټر په مرسته نوی ټکنالوجي د سپیک ټو ټویټ په نامه مصریانو او نړیوالو ته ور وپیژندله ترڅو خلک د انټرنیټ د سیګنل درلودلو پرته خپل غږ د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.
د حکومت مخالفینو ویلي چی فوځ زرګونه د حسن مبارک پلویان چی په سوباړو او چاقوګانو سمبال وو په دوی د حملی لپاره ور ایله کړيدي.


فروري۰۳:
ویل کیږي چی حکومت د مخالفینو د ځپلو لپاره ، پولیس او فوځیان په شخصی جامو کی التحریر څلور لاري ته لیږلي او د ډزو له امله شاو خوا ۵ کسه وژل شويدي.
نور ستړۍ شوی یم: حسن مبارک.
د ای.بی. سي (امریکایی چینل) له کرسټین امان پور سره په مرکه کی وویل چی نور نه غواړي په واک کی پاتی شي ځکه چی مصریانو ته د ۶۲ کلن خدمت سره ستړۍ شویدی. خو دا یی حتمي وبلله که واک پریږدي نو ګډوډي حتمي دی.
۸۲ کلن بدمعاش چی په ولسمشری ماڼی کی د سختو امنیتي تدابیرو لاندی دی د التحریر څلور لاري په پیښو تشویش وښوده او زیاته یی کړه چی حکومت یی دداسی کړو زمه وار ندی.
عمر سلیمان په اخوان المسلمین غږ کړۍ چی خبرو ته حاضر شي او دغه موقع له لاسه ورنکړي. بلخوا خالد شفیق، لومړي وزیر په التحریر څلور لاري کی په تشدد خواشینی ښودلی دی او په دی اړه یی بښنه غوښتی دی.
تر دی دمه همدومره بس. ګورو به چی نور څه پیښیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024