کور / تازه خبرونه / بلخ : د طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله نيول سوې ده

بلخ : د طالبانو يوه پنځه کسيزه ډله نيول سوې ده

په بلخ ولايت کي سيمه ايزو مقاماتو ويلي چي د تروريستانو طالبانو يوه ډله يي نيولي دا ډله پنځه تنه غړي لري .


ددې ډلي مشري ملا صاحب گل مشهور په ملا مجاهد چي د کشندي ولسوالي د سوخته کلي اوسيدونکي دي په غاره لري همدا راز ملا سيف الله د عبدلفتاح ځوي چي د سرپل د ګــــوسفندي ولسوالي اوسيدونکي دي او مخکي يي د ترکيي په قونسولگري  راکتي بريد کري وو نيولي دهغه سره يو ريموت کنترول ماين هم وو ملا محب الله ددي دلي درم غري دي دي د بلخ ولايت د دهرازيکلي اوسيدونکي دئ؛ دي د انفجاريه موادو د اخيستلو مسوليت لري ملا عبدلامنان هم ددې ډلي د منفجره موادو د انفجار او تخريبات راپور ورکونکي وو ملا سيف الرحمان ته نيول شوي نوموري د همراه حوي او د کنز ولاتي اوسيدونکي دي همداراز امحد مشهور په ملا محمد جان د نور محمد حوي دبخ ولايت د کشندي ولسوالي اوسيدونکي دي دي گروئ د ماين ايشودني د برخي کار يي کاوه نيول شوي


د بلخ ولايت والي عطا محمد نور ويلي چي دې کسانو مخکي په هلمند ولسوالي کښي د ماين جورولو انتقال او ايښودلو تمرينات د طالبانو په تعليماتي مرکزونو کښي زده کړي وو له دوي نه 4 د وسايطو ضد10 د پرسونل ضد ماينونه 4 ريموت کنتروله او دري حلقې لاسي بمنونه نيول شوي همدا راز امنيتي مسولينو دوه ورځي وړانـــــدي هم 30 کلچي تروتيل مواد چي د ماين جوړولو په منظور بلخ ولايت ته راوړي وود بلخ له ولسوالـــــۍ څځه نيولي دي او د نوي کال د امنيت په برخه کي د بلخ ولايت د امنيت مسولين سخت په کار بوخت دي .