کور / هراړخیز / هر ډول کنډوکپر کي تلونکی موټرپه افغانستان کي آزمويل کیږي

هر ډول کنډوکپر کي تلونکی موټرپه افغانستان کي آزمويل کیږي

لينته  . رو            له روسی ژباړونکی : حبيب الله غمخور






يو ډول نوی موټر چې په هر ډول کنډ اوکپر مځکه کي کولاي سی حرکت وکړی  په افغانستان کې تجربه کيږي .


دامريکا پوځی ځواکونه  درې نوي څارگرموټر ((SPRATS )) سپراتس چې کولاي سي په هرډول ځمکنيو شرايطو(  لوړو اوژورو) کي په ډيره  اسانی  سره حرکت وکړی  په افغانستان په دښتو اوغرونوکي تجربه کوي .


د لينته . رو«Lenta.ru»  روسی خبري اژانس لخوا دفبروری  پر ۲۹ نېټه  په ويب پاڼه کې د نشر سوي خبر له مخي دا ډول موټر چي  په غرنيوسيموکي دانسانانو او باردوړلو راوړلو قابليت لري ديوې انگليسي کمپنۍ لخوا جوړسوۍ دی  .


د((SPRATS ))  نومی موټر مخترع دمعلوماتو له مخي دا يوکوچنۍ او سپک تاکتيکی موټردی چې ځانگړي عمليات سرته رسولاي سي . ددې موټر يوه بله ځانگړتيا داهم ده چي ډيرژرد تيز سرعت اخيستو امکانات لري ، پدې خاطر موږ مجبور سو چي  ددفاع اندازه یي د Humvee زرپوښ ماشين  په اندازه کمه وی . دنوي موټر وزن  (( ۳-۴ )) ټنه دی کولاي سی  دڅلورو کسوسوارليو اويوټن بار په درلودلوسره  په هر ډول کنډوکپر اولوړو ژوروباندي کولاي سی په يوساعت کي  د۱۶۰ کيلومتر ه په سرعت  تيزولاړسی .


(( SPRATS )) نومی موټر  ،اوه سلنډره، Vماډل ((۶،۵)) ډيزلی موټر دی چې د ترانسميسيون اليسون (Allison ) دځانگړي تخنيکی سيستم په  درلودوسره  دډير ژرسرعت اخيستلو توان لري  .


داسي په نظر کي ده  پسله هغه څخه  چي ددې موټر دتجربې کارپه بريالیتوب سره سرته  ورسيږی ، دانوی موډل  ((په کډوکپر  کي تلونکی موټر)) به د پوځی قطعاتوپه اختيار کي ورکړه سي . په راتلونکی کښي به داموټر په جنگی وسيله (دستگاه) هم سمبال سي . پاي


يادونه  :


لوستونکی به وايي لکه چي غمخور ډير بېکاره دی  بل کار نلري اوس عادی خبرونه ترجمه کوی،خو دا عادي خبر ندی .


کله چې داخبر همدا نن ماښام داروپاپر وخت پر شپږ بجو افغانستان .رو (AFGHANISTAN .RU) په روسی ژبه  ماته دنورو نوومعلوماتو په څنگ کښي دبرېښنا ليک له لاري  راولېږه ، درخصتۍ دشپې تر مېلمستيا تير سوم  ددې اونورو رالېږل سوو مسايلو ژباړل مي  دځان افغاني دنده وبلل . هغه نورهم ډير عاجل  مطالب  وه چې نوروچاپی  نشراتو ته  مي  افغانستان  ته ولېږل ،اوداهم تاسو  درنولوستونکوته ډالۍ کوم .


داغير جالب  خبر مي ځکه وژباړه ترڅوزموږ گران هيوادوال پدې  ښه پوه سي چي په رښتياسره زموږ  پاکه او سپېڅلې خاوره دافغانانو دبېغورۍ  اوځان غوښتني له امله د بهرنيو زبرځواکو دوسلو اوسياسی لوبودسياليو لابراتوار اوپليگون دی . داچي  ترڅوبه زموږ هيواد دبهرنيانو دداډول لوبواوتجريبو ميدان وی د هر افغان اوپه ځانگړې  توگه دولتی جگپوړو چارواکو په قضاوت پوري  اړه لري  . وسلام