کور / تازه خبرونه / سوات او نورو سيمو کښې به د امن لپاره جرګه جوړه شي

سوات او نورو سيمو کښې به د امن لپاره جرګه جوړه شي

د صوبه سرحد د وزير اعلى څوکۍ ته کانديد حيدر خان هوتي وئيلي دي چې سوات او د صوبې په نورو سيمو کښې د امن لپاره به جرګه جوړه شي ، ښاغلى حيدر خان هوتي په مردان کښې د شخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ کښې ووئيل چې عوامي نېشنل ګوند مخکښ هم له افغانستان سره د ښو اړيکو خبره کوله او اوس هم له افغانستان سره مثانى اړيکې درلودل غواړي ، ټولې شخړې  به د خبرو اترو د لارې هوارېدلې شي ، نوموړي زياته کړې ده چې که چرته د تشدد ځواب په تشدد سره ورکړل شي ، نو پائيلې به يې د قبائيلي سيمو په شان وي حيدر هوتي زياته کړې ده که چرته د صوبه سرحد وزير اعلى وټاکل شوم نو له طالبانو سره به خبرې اترې وکړم.