کور / z_buitenland_news -- 5 / د مسلم ليګ( ق)د مجلس عامله مرکزي غونډه پاى ته ورسيده

د مسلم ليګ( ق)د مجلس عامله مرکزي غونډه پاى ته ورسيده

 په اسلام آباد کښې د مسلم ليګ ( ق ) د مجلس عامله مرکزى غونډه پاى ته ورسيده ، پدې خبرى غونډه کښې د مسلم ليګ ( ق ) مشر چودري شجاعت حسين او د هغه سکرتر جنرال مشاهد حسين سيد په ډاګه کړه چې چودري پروېز الهى به قومى اسمبلى کښې د مسلم ليګ ( ق ) پارليماني مشر وي ، او په اپوزيشن کښې په کېناستو به ګټور او اغيزمن کار تر سره کړي ، دوى زياته کړه چې په غونډه کښې د ګوند مشرانو په ګډه سره وړانديز وکړ چې مسلم ليګ ( ق ) به په بلوچستان کښې نوى حکومت جوړوي .