اوباما يوځل بيا په مصر کې د واک پر لېږد ټينګار وکړ
دويلوده چې دامريکاولسمشربارک اوباماهم په مصرکې دواک پرچټک ليږدټېنګارکړى.
دامريکاولسمشربارک اوبامادمصرله ولسمشرحسن مبارک څخه غوښتي چې په بيړه دې دواک واګى ديوه نوي ولسمشر په واک کې ورکړي ترڅو په مصرکې روانې ناقرارې پاى ته ورسيږي او مصري مېشتي په دغه هيوادکې هوساژوندوکړي.
دامريکادمتحده ايالاتوولسمشر يوخبرې کنفرانس کې ويلي وو،چې دمصرراتلونکى په خپله مصريان ټاکي او ددغې هيوادستونزې په تاوتريخوالواو ځپلو سره نه هواريږي.
ديادونې وړده په مصرکې دروانولاريونونوپه ترڅ کې تردې مهاله له دري سوو زيات مصريان وژل شوي او له زرو زيات ټپيان شوي دي .