کور / تازه خبرونه / اخوان المسلمين له حکومت سره خبرو ته تيارى وښود

اخوان المسلمين له حکومت سره خبرو ته تيارى وښود

داخوان المسليمين غورځنګ دمصر له حکومت سره دخبرواترولپاره چمتوالى ښودلى دى.
رپورټونه وايي که څه هم چې تردې وړاندې يادشوي غورځنګ ويلي وو چې هغه وخت چې حسن مبارک له واکه لاس په سرنه شي له حکومت سره به خبرې اترې ونکړي.
خو په تازه ګۍ سره دغه غورځنګ اعلان کړى چې دمصردسياسي کړکېچ دپاى ته رسولولپاره چمتودى چې ددغې هيوادله حکومت سره دخبرواترو ته کېني.
نوموړى غورځنګ وايي چې په دغو خبرواتروکې چې ټاکل شوې ډير ژر پيل شي دمصرد حکومت له لوري ددغې هيواددخلکو دغوښتنونېټه ارزول کيږي.
په مصرکې حالات له هغې وروسته کړکېچن شول چې داوسني ولسمشر حسن مبارک په وړاندې سترلاريونونه پيل شول او زياتره مصري مېشتي له ولسمشرحسن مبارک څخه غواړي چې ژرترژره دې دواک څخه لاس په سرشي.