د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري پر خرابېدو ده
له پاکستان سره دافغانستان سوداګرۍ اوترانيزټ مخ په زوړتيا ده .
دسوداګرۍ اوصنايعوخونه وايي پاکستان دخپل هيواد له خاورې دافغانستان په سوداګرۍ اوترانيزټ سخت بنديزونه لګولي دي اوکه چيرې دواړو هيوادونو ترمنځ دسوداګريز اوترانيزټي تړونونو په پلي کيدو سره دغه شرطونه لمنځه ولاړ نه شي له هغه هيواد سره به دافغانستان سوداګرۍ لمنځه ولاړي شي .
د دغه خونې مشر وايي پاکستاني چارواکو له افغان سوداګرو په کراچۍ کې يوشميرکنتينرونه درولي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په څو نورو ورځو کې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دسوداګريزو ترانيزيټي تړونونه لاسليک شي .