د هرات طالبانو پر ښوونځيو د نه بريد ژمنه کړې
دهرات ولايت دپوهني رياست چارواکي وايي چې دوسله والو طالبانو سيمه ييزو قومندانانو ورته ويلي چې په دغه ولايت کې به نورپه نارينه اوښځينه زده کوونکو اوپه ښوونځيو به بريدونه،نه کوي .
دنوموړي ولايت چارواکې ټينګار کوي چې په دغه ولايت کې يوښوونځى دزدکوونکو پرمخ تړل شوى نه دى او دغه رياست په راتلونکي کال کې داتيا زره زده کوونکو دجذب توان لري .
دوي زياتوي چې دمګړۍ په دغه ولايت کې پنځه ديرش سلنه زده کوونکې ترکيږدويو لاندې په ازاده فضا کې په زدکړو بوخت دي .
دنوموړي ولايت دپوهني رياست په ځينو خصوصي ښوونځيو په نيوکې سره وايي په دغه ولايت کې اتيا سلنه خصوصي ښوونځي له ټاکل شويو معيارونو سره برابر نه دي .
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي چې دملګرو ملتونو لخوا ددغه ولايت پنځه سوه زره زده کوونکو ته خواړه اودرسي توکې ورکړل شي .
که څه هم د هرات طالبانو د ښوونځيو د نه سوځولو ژمنه کړې، خو په هلمند ولايت کې بيا يو ښوونځى سوځل شوى چې دولت يې مسئوليت پر طالبانو اچولى دى.