کور / z_buitenland_news -- 5 / د کورنيوچارو وزير:د پاکستان خراب حالات وچاته ګټه رسوي؟

د کورنيوچارو وزير:د پاکستان خراب حالات وچاته ګټه رسوي؟

د پاکستان د کورنيو چارو وزير پر امريکا باندې تور لګولۍ دى چې په پاکستان کښې د ترهه ګرو ډلو مرسته کوي ، يوه عربي ټلويزون سره په مرکه کښې د پاکستان د کورنيو چارو وزير حامد نواز خان زياته کړې ده چې نن صبا دغه خبرونه هر ځاۍ کېږي چې امريکا او افغانستان د ترهه ګرو تنظيمونو ملاتړ کوي چې کوم په پاکستان کښې ترهه ګرى کولو سره امنيت له منځه وړل غواړي ، د کورنيو چارو وزير زياته کړې ده چې په افغانستان کښې امنيت ورځ په ورځ ټينګېږي خو په پاکستان کښې مخ په خرابېدو روان دى ، حامد نواز خان زياته کړې ده چې پوښتنه دلته دغه رامنځته کېږي چې د پاکستان خراب حالات وچاته ګټه رسوي؟ د کورنيو چارو وزير وويل چې په پاکستان کښې کېدونکې ترهه ګرۍ کښې د هند او افغانستان جاسوسي ادارې هم لاس لري.