کور / z_buitenland_news -- 5 / غزه:هوايي ګوزارونو ۳۳ فلسطينيان شهيدان کړي دي

غزه:هوايي ګوزارونو ۳۳ فلسطينيان شهيدان کړي دي

په غزه کښې د اسراييلي فوځ د هوايي ګوزارونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې دېرش فلسطينيان شهيدان کړى دى، خبر وايي چې د چهار شنبې په له ورځې راهيسې د اسراييلي فوځ په روانو عملياتو کښې تر اوس مهاله د اوولس ماشومانو په ګډون اتۀ شپېتۀ فلسطينيان د شهادت لوړ مقام ته رسيدلى دى ، له بلې خوا اسراييلي ځواکونو د خپلو دوو فوځيانو د وژل کېدو خبره منلې ده، په غزه کښې د روغتيايي بيړنيو خدمتونو د څانګې مشر ډاکټر معاويه حسنين ويلي دي چې د اسراييلي هوايي ځواکونو د تېرې شپې بريدونو په پايه کښې درې دېرش فلسطينيان په حق رسيدلى دى چې په دوى کښې اتۀ تنه د حماس دوه د اسلامي جهاد، د متحده محاذ يو کار کوونکى او د يو دوه ورځنى ماشوم په ګډون څلور ښځې او ماشومان شامل دى.