کور / z_buitenland_news -- 5 / بيت الله محسود او ۴ ملګري يې د بوټو د وژني په دوسيه کښي …

بيت الله محسود او ۴ ملګري يې د بوټو د وژني په دوسيه کښي …

 بيت الله محسود او ددۀ څلور ملګري د بېنظير بوټو د وژنې په دوسيه کښې اشتهاري ملزمان وګرځول شول ، د بېنظير بوټو د ترور دوسيه د پېنډۍ په يوه محکمه کښې وړاندې شوه ، د ترهه ګرۍ د مخنيوى ځانګړې محکمې قاضي حبيب الرحمان ته د نيول شوو ملزمانو اعتزاز شاه ، شير زمان او رشيد على ترابي چالان وړاندې کړل شو ، عدالت د دوسيې سماعت کولو لپاره نوې نيټه شپږم مارچ وټاکلۍ ، د بې نظير بوټو د ترور په دوسيه کښې بيت الله محسود ، او د هغه څلور ملګري عبدالرحمان ( عثمان ) عبدالله ( صدام ) فيض محمد ( سيکټ ) او اکرام الله شامل دى ، په دوسيه کښې ويل شوى دى چې د بېنظير بوټو د قتل ټول سازش بيت الله محسود چمتو کړى وو او ځانمرګى بريدګر ته يې زمينه برابره کړې وه ، د دوسېې تر مخه درې اشتهاري ملزمان د اکوړه خټک په مدرسه حقانيه کښې اوسيدلي دي.