كندهار:نړيوالوځواكونوپه ترافيكي پېښه كې يوكوچنۍ وواژه

حاجی پوپل | فبروري 7th, 2011


نن سهارپه يوه ترافيكي پېښه كې دنړيوالوځواكونوله لوري يوكوچنى ووژل سوو
پېښه دكندهارښارپه كابل دوه لاري كې هغه مهال رامنځ ته سول ،كله چې دنړيوالوځواكونوموټريزكاروان له سيمي څخه دتيرېدوپه حال كې وو.
دپيښي عيني شاهدان وايې چې په سيمه كې پرموټرسائكل باندي سپرو۲ كسانوچې يويې ۱۳ كلن كوچنى وو،تگ كاوه چې دنړيوالوځواكونوموټريزكاروان ورباندي راورسېده اوپېښه رامنځه ته سوول .
دكندهاردامنيت آمرسمونوال فضل احمدشېرزاد وويل چې دپېښي سيمي ته يې دترافيكوپلټونكې ډله لېږلي اوپدې اړه به بشپړه جزيات وروسته په ډاگه كړي
ده زياته كړل چې ددغي ترافيكي پېښي په اړه يې دنړيوالوځواكونوڅخه دوضاحت غوښتنه كړې .
تردغي پېښي مخكي څوڅوځله كندهارښاريانودښارله منځ څخه دنړيوالوځواكونودزيات تگ راتگ څخه شكايتونه كړي .

Copyright Larawbar 2007-2024