کور / علمي / په اشرف البلاد کندهار کي واجب التعظيمه مطهره نبوي خرقه ۲۵۰ كلنه كېږي

په اشرف البلاد کندهار کي واجب التعظيمه مطهره نبوي خرقه ۲۵۰ كلنه كېږي

سږ کال د ١٣٨٩ لمريز کال د سلواغې ٢٣ شنبه ورځ، چي د ١٤٣٢ هـ.ش کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) له نهمي او د ٢٠١١ م کال د فبرورۍ له ١٢ سره سمېږي . زموږ د هېواد په ستر تاريخي – سياسي مرکز اشرف البلاد کندهار کي د حضرت خاتم المرسلين (ص) د متبرکي او سپېڅلي خرقې د راوړلو ٢٥٠ کاله پوره کېږي . زه په ډېر درنښت سره د ټول ځورول سوي او کړول سوي اولس له هر غړي، د کابل له دولت، د کندهار ولايت له ادارو، د اوسنۍ واکمنۍ د ټولو مخالفينو، په جنګي او سياسي شخړو کي د ښکېلو ټولو اړخونو څخه غواړم، په دغه ورځ په ټولو کورو، ښوونځيو، مدرسو، ماجيتو، پوهنتونو او ادارو کي د قرآن العظيم الشان ختم وکړي او که کېداى سواى، په دغه ورځ دا واجب التعظيمه مطهره خرقه په ډېر درنښت او حرمت سره يو پلا ښکاره سي.
کېداى سي د حضرت النبي الکريم(ص) د دې سپېڅلي او مطهري خرقې د درنښت او احترام په روى سره رب العالمين پر موږ ټولو افغانانو او پردې سيمه باندي د رڼا پلو و غوړوي .

په کندهار کي دا پرته متبرکه خرقه چي د حضرت رسول اکرم (ص) او د ده مبارک د کهاله د اهل الاطهارو په مبارکو لاسونو ګنډل سوې ده، د اوښ د پستو وړيو قاقمي چپنه ده . دواړه لستوڼي ئې تر لمني لنډ دي، رنګ ئې شين بخون دئ او تېزه ځلا لري . استر او د لمني حشه نه لري، تر عادي جګواله (قد) لنډه ده، د مخ دوه بره ئې څه ښوړېدلي او په وړين تار ئې ګنډلي دي.
دا سپېڅلې او مبارکه خرقه به ده مبارک (ص) د ژوند تر وروستيو کلو پوري، د حجت الوداع، رنځ او رحلت  په نژدو ورځو او شپو کي پر اوږو کوله يا اغوستله . ده مبارک (ص) تر رحلت څه وړاندي حضرت عمر فاروق (رض) او حضرت علي (رض) ته دا وصيت وکئ، چي دا خرقه به ابي عمرو اويس بن العامر القرني ته وسپارئ ، چي ناليدلى پر ما مين سوى دئ .
د ده مبارک (ص) د وصيت سره سم حضرت عمر (رض) او حضرت علي (رض) دا متبرکه خرقه يمن ته يووړله اوسيدالتابعين  ويس قرني صاحب ته يې وسپارله، ده  د دې زېري په اورېدو سره د رب العالمين و دربار ته پر سجده سو، د شکرانې دوه رکعته لمونځ ئې اداء کړئ او دا مطهره خرقه مبارکه ئې واغوسته او د ژوند تر وروستي وختونو پوري ئې د ځانه سره ګرځوله.
حضرت ويس قرني کله چي په ٣٧ هـ س کال کي د معاويه په وړاندي د حضرت علي (رض) په ملاتړ د صفينو په جنګ کي او په بل روايت په ٣٢ هـ س کال کي شهيد سو، دا مطهره خرقه د مکې معظمې په حرا غار کي خوندي کېدله، بيا د شيخ دوست محمد پر لاس بغداد ته يووړله سوه او د يلدام بايزيد بن سلطان مراد بن سلطان ارخان بن سلطان قرا عثمانلو تر پاچهۍ پوري په بغداد کي پرته وه او وروسته د ګوډ تېمور په امر د بغداد څخه سمرقند ته ولېږله سوه.
په ١٠٢٤ هـ س کال کي د ختيځ ترکستان واکمن ابو سعيد اوغلان غوښته چي دا مطهره خرقه د شيخ محمد حبيب او شيخ محمد نياز په لاس د سمرقند څخه چيني ترکستان ته يوسي، خو پر دغه مهال شيخ اقامحمد او شيخ نظرمحمد دا متبرکه خرقه بلخ ته راورسول او تر ١١٠٩ هـ س کال پوري هلته پرته وه. خو د علامه رشاد څېړني بيا ښيي، چي بلخ ته تر راوړلو وړاندي دا مبارکه خرقه په بخارا کي پرته او د خپلي دې ادعا د استناد له پاره د امير البحر سيدعلي او خواجه بهاؤالدين حسن بخاري نثاري روايتونه راوړي.
امير البحر سيدعلي، چي په ٩٦٣ هـ س کال سمرقند ته تللئ دئ، وايي : هلته ده د هغه قران شريف زيارت وکړ، چي د حضرت علي (رض) په خط د حضرت عثمان (رض) په خلافت کي ليکل سوى وو. دغه راز يې هلته د صلى الله عليه وسلم مبارکه چوخه او کڼاوې هم ولېدلې . دا متبرکات په ګورامير کي پراته ول . دغه راز خواجه بخاري نثاري په خپل کتاب مذکر احباب کي چي د ٩٧٤ هـ س کال تاليف دئ، دنبوي خرقې ستون (موجوديت) په بخارا کي ښيي او ميا فقير الله ننګرهاري ثم شکارپوري په خپل٧٤ مکتوب کي،چي د حاجي مولاداد کندهاري په نامه لېږل سوى دئ، کاږي : ((… ولي بغداد جاء بها اولاد شيخ دوست محمد واحفاده الى البلدة الفاخره بخارا…))

ارواښاد عزيزالدين وکيلي (د کندهار خرقې شريفي تاريخچه) نومي کتاب کي کاږي : په ١١٠٩ هـ.س کال کي دوو کسانو شيخ محمد ضيا او شيخ نياز غوښته، دا نبوي خرقه د بدخشان او چترال له لاري هندوستان ته يوسي، خو د بدخشان حاکم مير يار بېګ، کله چي له دې ناوړه نيت څخه خبرېږي، خپل سپاره ګماري، څو داسپېڅلى امانت راوګرځوي او د ګوزګون  په کلا کي ئې خوندي کړي، او له دغي ورځي راهيسي د ګوزګون  د ښار نوم فيض آباد سو.
په ١١٨١ هـ.س کال د ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا اشرف الوزرا شاه ولي خان له شپږو زرو سپرو  سره له کندهاره بلخ او بدخشان ته واستول سو. څنګه چه د بخارا حکمران شاه مراد بې د افغانستان په شمالي سيمو کي ياغيان پارول، په دغه کال په خپله لوى احمد شاه بابا د هرات له لاري ميمنې او اندخوى ته ولاړئ او بلخ او شبرغان ئې د ياغيانو له شره پاک کړل . دغه راز په دې کال ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا د نبوي متبرکي خرقې د لاښه خونديتوب له پاره حکم وکئ، څو دا مطهره خرقه د هېواد سياسي مرکز او پلازمېني اشرف البلاد کندهار ته راورسوي . د دې حکم د تطبيق له پاره شاه ولي خان بامېزى له خپلو سپرو سره بدخشان ته واستول سو .
د تاريخ سلطاني مؤلف سلطان محمد خان خالص په دې اړه کاږي : کله چي دا مطهره خرقه د کندهار خواته راوړل کېده، په وروستۍ شپه د  دې متبرکي خرقې سوندخ د اوزبکو متوليانو له خوا پرانيستل سو او د خرقې داوږو تر منځ د صلى الله عليه وسلم د مبارک لمس پر محل د نبوت مُهر د نوموړو متوليانو له خوا اخيسته سوئ او بخارا ته  وړل  سوئ دئ . (تاريخ سلطاني ١٤٤ – ١٤٥ مخونه)
دا مطهره خرقه له فيض آباده څخه تر کندهاره پوري په څو مزلو کي ايښوول سوې ده، کله چي کابل ته راورسېدله، لومړى پلا د ده اوغانانو په مسجدي سراى کي او وروسته د کابل د اوسني ښار په لوېديزه کي پر يوه ډبره د غره په لمنه کي کښېښووله سوه، چيري چي اوس د سخي شاه مردان زيارت جوړ دئ . په ١١٨٧ هـ.س کال کي دې زيارت ته نژدې يو څا هم وکيندل سو او د توتو څو نهالان هم کښينول سول او د شاه مردان چمن ئې باله .
د ١١٨٢ هـ.س کال د لومړۍ خور پر نهمه د شنبې په ورځ دا مطهره او متبرکه خرقه اشرف البلاد کندهار ته راوړل سوه او د احمد شاهي ښار د لمر خاته خواته په زړه جامع کي امانت کښېښوول سوه. په ١١٨٣ هـ.س کال کي د دې واجب التعظيمي متبرکي خرقې د تولى له پاره ستر ټولواک لوى احمد شاه بابا د کندهار د يوې درنې  کورنۍ څخه د حاجي ملا زلال لمسى، د حاجي ملا شکر زوى حاجي عبدالحق اخوندزاده الکوزى  وټاکه، چي د شاه زمان سدوزي په زمانه کي لا ژوندى وو.
لوى احمد شاه بابا د دې مطهري او سپېڅلي خرقې د ايښوولو له پاره دوه پوړيزي  ودانۍ ته خټګران او بنايان وګمارل او دا ګمان ئې و، چي د دې ودانۍ په لومړي يا کښته پوړ کي به د ده مقبره وي او په لوړپوړ  کي به دا نبوي خرقه ايښوول کېږي ، خو د ستر ټولواک تر مړيني وروسته د ځينو ځيرکو او مدبرو علماوو په مشوره تېمور شاه سدوزي دا پرېکړه وکړه، چي دا مطهره نبوي خرقه بايد د پاچهانو له نامه او زيارتونو سره تړلې ونه ګڼل سي، ځکه بيا هر پاچا د دې خرقې وړلو او لېږلو ته زړه ښه کوي . نو په دې غرض د لوى احمد شاه بابا په حکم رغېدلې  دوه پوړيزه  ودانۍ  د ده مقبرې ته ځانګړې سوه او د هغې ودانۍ لمر خاته  خواته يوه بله ودانۍ د خرقې شريفي له پاره واچول سوه، چي په ١١٩٠ هـ.س کال دغي ودانۍ ته دا مطهره او متبرکه خرقه له زړې جامع څخه راوړل سوه او تر ننه پوري دلې پرته ده.



د خرقې شريفي له پاره د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر د لوى ناب په وختو کي جوړه سوې ده. د علامه رشاد په ياداښتو کي يو ځاى د وکيل صاحب نورمحمد خان پوپلزي له خولې څخه دا روايت راوړل سوى، چي د خرقې شريفي د زيارت دروازه، پنجره او د سپينو زرو هګۍ غلام قادر زرګر جوړ کړي دي . د ده دوکان د حاجي لال جان تر مسجد لاندي په ښکاپر بازار کي و. امين سړى او په زرګري کي ماهر و. له افغانانپورو څخه و، په ١٣٣٤ هـ.س کال کي لا ژوندى و.


د خرقې شريفي دا اوسنۍ ودانۍ څو پلا رغول سوې ده، خو د ارتېدو له پاره ئې څه خاص بدلون پکښي راغلئ نه دئ.
— —————————–
كتلي كتابونه :
١ – د کندهار زيارتونه، علامه رشاد
٢ – کندهار ياداښتونه، علامه رشار
٣ – د افغانستان لنډ تاريخ، علامه حبيبي
٤ – د کندهار د خرقې شريفي تاريخچه، وکيلي پوپلزى
٥ – تاريخ سلطاني، سلطان محمد خان خالص