كرزى : هيچاته هم دقبايلي سيمي په اړه دخبروحق نه وركوم

حاجی پوپل | فبروري 8th, 2011


ولسمشركرزي هغه اوازې په كلكه ردكړې چې گواكي يوشمېرنړيوالوڅېروداسي وړانديزونه كړي چې دډيورنډدپولي هاخوا قبايلي سيمه دي ديوه دريم هيوادپه توگه رامنځ ته سي .
نوموړي په جدي غبرگون سره وويل چې تراوسه پدې اړه هيڅ يوه نړيوال شخيصت ورسره خبري ندي كړي اوكه احياننآ څوك پدې اړه ورسره خبري وكړي نودى به يې په وړاندي جدي غبرگون وښه يې اوحتاشناخت به ورسره پرېږدي .
ولسمشرحامدكرزي چې دهنداوجرمي له سفرڅخه وروسته په كابل كې يوه خبري كنفرانس ته خبري كولې ،له يوه داسي سوال سره مخ سوو چې گني يوشمېرنړيوالوڅېروپه خپلوليكنوكې دافغانستان اوپاكستان دواړوهيوادونودستونزي دحل په موخه دډيورنډدكرښي هاخواقبايلي سيمه ، ديوه دريم هيوادپه توگه درامنځ ته كولووړانديزكړى .
جمهورريس كرزي يې په غبرگون كې په څرگندوټكووويل چې پدې اړه نه هم چاته دخبرووركولوحق وركوي اونه به هم هيڅكله داخوب رېښتياسي .

Copyright Larawbar 2007-2024