کور / طنز / کلیز ه

کلیز ه

د مشا ور صیب دو مره قدر او عز ت کید و چې دومره لا د وزیر صیب نه و . ځکه چې هغه خو دټو ل وزار ت لوی مشاور ؤ . دټول وزارت د لوي سلا کا ر قد ر به څنګه نه کیږي ؟ مشا ور صیب ته برسیره په دې چې ټو ل د وزارت ما مو رین او په تیره تیره لوړ رتبه کار کو ونکي به ور ته لا س په نامه ولاړ وو ، کله کله به ورته ښه قیمتي سوغا تونه هم ور کول کیدل . هر چا به کوشش کا وه چې مشا ور ته ځا ن ور نژ دې کړي . ا خیر دیو وزارت مشا ور ؤ ، څه ټوکې خونه وې . هرڅه دهغه په لاس کې وو . که دبار ( بهر ) ملک بورس ( چانس ) به و او که دغټې چوکۍ نیو ل به وو ، که سفرونو ته دلیږ لو غوراوی ( انتخا ب ) به و . او که لاچا به په ګوند پورې تړا و د رلودو نو دټو لو امتیازونو نه نیولی ان د مرکزي کمیټې تر غړیتو ب پورې درسید و واک اختیا ر د مشاور صیب په لاس کې ؤ . دا مشا و ر په پخوا نیو رژ یمو نو ا و حکو متو نو کې له ډیرو کلو نو نه په افغا نستان کې ددې وزارت مشا ور و ، خو پخوا اکثرو ما مورینو نه پیژ ندو چې دغه بهرنی چې دلته ځي را ځي څه کا ره دی ؟ هغه یواځې د وزیر سره دوزا ت په کا رو نو کې مشوره ورکوله ، خواوس اوس ورته وزیر صیب له هر چا نه زیا ته متازي ( چپړو سي ) کوي . وزیر صیب خپله چوکۍ د مشا ورپه خو شا لۍ او موا فقې پورې تړلې ګڼي او رښتیا هم همداسې خبره ده . نن سبا زمو نږ د ټولې خا ورې ا ختیار د مشاور صیب د دولت او ددوی دغټو مشا ورینو په لاس کې د ی . نو چې وزیرصیب ورته خوشا مندې او شا تر غې کوي او ورځ تر مینځ ورله تحفې ورلیږي ، نور مامورین خو مجبور دي چې د ا متیا زونو دلاس ته وروړ لو دپا ره په اونۍ کې يو ځل دهغه دروا زه وروټکوي . هغه ډیر کسا ن له همدې وزارت نه دخپل هیواد دڅار ګرۍ څا نګې ته هم د غړ یتو ب د پاره ورپیژندلي وو او دهغو کسا نو هغه دچا خبره (( خولۍ په غوړو کې لوید لې وه )) . نن سبا د مشا ور صیب دکو ر په الما ریو کې د ویسکي د بو تلونو ځا ی نه ؤ . هرما مور صیب چې به کورته ور تلو ، نو که نور هیڅ به نه وو، یو بوتل دوه خو به یې په کڅوړه کې اچولي وو . د ویسکي بوتلونو نه برسیره نورډ ول ډ ول شیا ن لکه وریښمینې ټو ټې او دوسمالونه ، تیله دار رختونه ، کوبای پتلو نونه او په لسګونو داسې نور خار جي سا ما نونه او په تیره تیره بیا جا پا ني توکي د مشا ور صیب په الماریو کې نور نه ځا ید ل . خدا ی ورکړی وه . مشاور صیب او س مشا ورنه و ، وزیر هم نه و ، بیخي واکمن با چا ؤ … با چا . هغه ته دوزارت دتګ را تګ دپا ره میر سیدیس بینز مو ټر ولاړ و او کله کله به یې نورو مشا ورینو ته ویلې چې تا سو کله د میرسید یس سورلي خوړلې ده ؟ فا ه فا ه سړی فکر کوي چې په هوا روان وي . د مشا ور صیب دا ژوند ، ژوند نه و ؛ بلکې یو خوب و. هوکې یو رنګین خوب . د مشاور صیب چې هرڅو مره ما ل جا یدا د ( اوس دغه سوغا تونه او ویسکیا نې د هغه ما ل او جا ید اد دی ) زیا تیږي ، ا یرس ( حرص ) یې هم ور سره ډ یر یږ ي . په او ړي کې په رو سختۍ ( رخصتۍ ) مسکو ته روا ن دی ا و کلیزه یې هم را نژ دې ده . دځا ن سره یې فکر وکړ چې دخپلې کلیزې خبر ټولو ما مورینو ته ورکړي چې ددې لارې نه هم نورې نوې نوې توپې ( تحفې ) تر لاسه کړي . د وزارت په ټولو دیوا لونو یې په پښتو ا و پا رسي ا علا نونه ونښلو ل ا ود خپلې کلیزې ورځ یې په کې وښود له . ټول خلک خبر شول چې په کو مه نیټه دهغه کلیزه ده . تر هغې ورځې پورې په سلګونو سو غا تو نه اود مبا رکۍ کارتونه کورته ور وړل شو ل . کور یې هغه دچا خبره دیوې مغا زې څیره غوره کړی وه . زیا تو کسا نو ځکه د هغه د کلیزې دورځې نه مخکې سو غا تونه وروړي وو چې هغوی ته ځا ن بد ښکارید و چې دهغه د کلیزې د جشن په ورځ دهغه کورته ور شي ا وډوډۍ ورله تاوان کړي . یواځې یو څو دلوړی رتبې ما مورین او د دغو لوړ خولو ما مور ینو میر منې ا و وزیر صیب د خپلې میر منې سره د کلیزې دجشن په ورځ دمشا ور کورته ور غلل . دا چې هغوی به څه څښلي خوړلي وي هغه به خدای ته ما لو م وي ،خو دیوه نیم لوړخولي چارواکي له خولې نه راو تلي وو چې :
په نر یو نریوډ کو کې یې یو څو نرۍ نرۍ غو ښې او وړې وړې ټو ټې پنیرونه منډ لي وو ا و یو څه شربت مربت هم ورسره و . نور څه نه وو بس له کوره یې وږي را غلي یو . ددې شپې د تیر یدو نه وروسته مشاور صیب په دې فکر کې و چې څنګه به خپل سا ما نونه ( تو پې ) مسکو ته ولیږدوي . د هغه ډ یر زړه کیدو چې دا ټول شیا ن همد لته په کابل کې خرڅ کړي ، خو دا ویره ور سره وه چې د شیا نو دپلورلو نه به یې خپل حکو مت خبرشي اوبیا به تر جزا لا ندې را شي ، که نه نو دده دپا ره په جیب کې دلوټو نو لیږدول سود من وو . پریکړه یې وکړه چې په کومه پوځي الو تکه کې به ځا نته پروګرا م برابر کړي او سا ما ن به په صندو قو نو کې و لیږ دوي .له ځا ن سره یې ویلي وو چې دا کا ر کوم نوښه به دا وي چې د میر منې کلیزه مې هم همد لته په کابل کې ولما نځم . دده رسختي یوه میا شت وروسته وه او د میر منې کلیزه یې څه نا څه دوه میا شتې ورو سته با ید ولمانځل شي . خپله ر سختي یې وځنډ وله . وخت یې ور له بد ل کړ او د میر منې کلیزه یې په دا سې ډول ولمانځله لکه دده چې لمانځل شوې وه . هما غو مره یا له هغو نه ډیر سو غا تونه یې په کور کې بر با رې شول . رسختۍ ته لا وخت و . میرمن یې هم دې توپو ( تحفو ) ته هغه د چا خبره : مو ټی موټی غټید له . هغه بیله دې هم ، خدای مې دې غاړه نه بندوي دسل شپږ شلې کیلو وزن نه در نه وه خو او س هره ورځ لا پسې د ر نیده . هغې هم یو چرت وهلی و . میړه ته یې وویل چې : زما په اند په سا لګیرو کې ډیره ګټه ده . بچي خو مو دلته را سره نه شته نو ما یو بل پیکر( فکر) وکړ اوهغه دا چې دا زما د نیا نځکې ( ګوډۍ ) کلیزه به ولما نځو . مشا ور صیب خپلې میر منې ته وویل : زه هم په همدې پیکر ( فکر ) کې و م چې بله کومه لاره د توپو ( سو غاتونو ) د پا ره ولټوو . تا بیخي د نښې منځ وویشتو . بس دا کا ر به کوو د خیره ! څو ورځې وروسته بیا په دیوا لونو اعلا نونه و نښلو ل شول . د نیا نځکې دکلیزې نه هم خلک خبر شول . اوس نو نر هغه دی چې ځا ن د سلا کا ر کورته ورورسوي او د کوم با رني هیواد تو کي او یا د ویسکي بو تل ورته ور سو غا ت کا ندي . دا ځل په سو غا تونو کې د کورنیو قیمتي ډبرو لوښي او شیا ن هم ډیر وو. په دې دریم وار د مشا ور صیب او میرمنې مزاجونه یې نور هم برابر شول او دکلیوالو خبره : درانه غرګي یې ویشتل . د وزا رت ځینو ځینو ما مورینو به د مشا ورصیب د ښځې د نیا نځکې کلیزه په ډیر ویاړ یا دوله او ویل به یې چې : څو مره میربا نه ( مهربا نه ) خلک دي چې زمونږ دپا ره یې په زړه پو رې جشنو نه جوړکړل . خو یو شمیر نورو یې چې د ټیټې پوړۍ ما مورین وو ، غلي غلي او په ویره ویره په خند ني ډ ول سره ویل چې : (( د ا نسا نانو د کلیزې مو او رید لي وو ، خو کله مو لید لې نه ده . ځکه مو نه ده لید لې چې په خپل کور کې د کلیزې د نیو لو توا ن نه لرو او بل چا را ته بلنه نه ده را کړی ، خودا چې اوس دنیا نځکې د کلیزې کیسې کیږي نو دا مو نه او رید لي وو او نه مو لید لي )) .