هرات: اسلامي پوهنتون پرانيستل کېږي

34 | فبروري 8th, 2011


دهيواد لومړنى اسلامي پوهنتون به ډير ژر په هرات ولايت کې پرانستل شي .
دلويديځي حوزي دعلماؤ او دشورا ريئس وايي په پاکستان کې په ديني مدرسوکې افغان زده کوونکو ته دښووني پرځاى ترهګريزي زدکړي ورکول کيږي.
نوموړى زياتوي ددغه پوهنتون په جوړيدو سره به پاکستان ته داسلامي علومو دمينوالو دتګ مخه ونيول شي .
نوموړي دغه خبري په هرات ولايت کې د اغياسيا د درالعلوم څخه داوه سوه تنو فارغينوپه موخه په جوړي شوي غونډه کې وکړي .
په همدي حال کې دهرات ولايت دپوهني مسؤلين وايي په اوسني وخت کې په نوموړي ولايت کې درويشت داسلامي علومو دزدکړي ادارې فعاليت لري اوپه زرګونو زده کوونکي اومحصلين په کې په زدکړو بوخت دي .
دا په داسې حال کې ده چې تردي وړاندي هندي چارواکو هم ويلي وه چې په پاکستان کې تر درې سوه زياتي مدرسي شتون لري چې په کې ځوانانو ته دترهکريزو کړنو زدکړي ورکول کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024