برتانوى وزير ټونس ته په رسمي سفر ولاړ
درپوټونو له مخي دبرطانيه دبهرنيوچارو وزيرويليم هک ټونس هيواد ته دسفر موخه دسياسي اوټولنيزو اصلاحاتوپه برخه کې دپروژو دبوديجو اعلانول بلل شوي دي .
رپوټونه زياتوي دبرتانيه دبهرنيوچارو وزير به په دغه سفرکې دټونس دمؤقت حکومت له وزيرانو اونورو لوړوپوړو چارواکو سره ليده کاته اوخبري اتري وکړي .
ويل کيږي دبرتانيه دبهرنيوچارو وزير به دسياسي اوټولنيزو اصلاحاتو په برخه کې دپروژو دبوديجي داعلانولو سربيره په نوموړي هيواد کې په رواو ستونزي هم خبري اتري وکړي .
دټونس هيواد دپخواني حکومت له ړنګيدو وروسته دا لومړى ځل دى چې نوموړي هيواد ته يو بهرنى لوړپوړى چارواکى سفر کوي .
ديادوني وړده دبرتانيه دبهرنيوچارو وزير به دټونس دمؤقت حکومت سره له ليدنې وروسته شمالي افريقا اومنځني ختيځ هيوادونو ته سفر وکړي .