د معترضو کانديدانو پر نيوکو د څېړنې په موخه غونډه جوړه شوه
دولسي جرګې دمعترضو کانديدانو د دغوو دڅيړلو په موخه دکابل دايستناف په محکمه کې دکار دپيل کولو غونډه ترسره شوه .
دافغانستان دستري محکمي اړوند دپارلماني دعو دځانګړي محکمي سره سم چې دا وخت يې دهيواد څلرويشت ولايتونوته دحقوقي دعوو دڅيړلو په موخه منسفه پلاوى استولي دي دکابل ولايت او په پارلماني ټاکنو کې د درغليو دڅيړلو په موخه غونډه ترسره کړه .
ياده شوي غونډه چې دکابل دايستناف دمحکمي دسرپرست عبدالسلام قاضي زاده په مشرۍ جوړه شوه دلوي څارنوالۍ داستازي په ګډون دکابل دولايتي شورا،دارشادحج او اوقافو،دپوهني رياستونو،دکابل امنيي قومندانۍ،دملي امنيت او عدليي درياست داستازو په ترکيب جوړه شوه پريکړه وشوه چې دټاکنو دخپلواک کميسون په همکارۍ داړتيا په صورت کې درايي دبياشميرلو اوهمدارنګه دباطل شويو اوقرنتين راييو دبرخليک دمعلومولو لپاره په پام کې ده چې دکابل ولايت اړونده دوه ديرش دوسيي وڅيړي او رپوټ يې ځانګړي محکمي ته وسپاري .
دمنسفه هيئات لخوا دمعترضو کانديدانو د دوسيو دڅيړلو پرمهال د دعو د داوړو خواو داستازو،ناظرينو اودمحکمي دټاکلي هيئات په وړاندي په شفافه توګه خپلي څيړنيزي چاري سرته رسوي .