کرزى: د مونيخ غونډه ښه لاسته راوړنه ده

34 | فبروري 8th, 2011


ولسمشرحامدکرزى دمونيخ غونډه دافغانستان لپاره يوه ښه لاسته راوړنه بولي .
ولسمشرحامدکرزي دسي شنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې دويوې خبري غونډي په ترڅ کې وويل دروان ميلادي کال ترپايه پور به افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي چارو دمسؤليت دسپارلو په موخه په المان کې يوه غونډه جوړه شي چې مشري به يې دافغانستان په لاس کې وي .
نوموړي دخپلوخبرو په ترڅ کې يوځلي بيا دپي ارټي يا ولايتي بيارغاونې ډلو دلمنځه وړلو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې له دي وروسته خلک نه غواړي چې هيڅ يوه موازي اداره دي دافغانستان په دولتي چوکاټ کې کار وکړي .
دهيواد ولسمشرحامدکرزى وويل نړيواله ټولنه به هغه مهاله په افغانستان کې بريالۍ شي چې دغه ټولنه دافغانستان خلک اودولت پياوړي کړي .
نوموړي زياته کړه چې تر دوه زره څوارلسم ميلادي کاله پوري به افغان امنيتي ځواکونه دبهرنيو ځواکونو څخه دامنيت دمسؤليت داخيستلو جوګه شي او دافغانستان اوامريکاستراتيژي اړيکي بايد د دواړو هيوادونو دګټو پراساس ولاړوي .
دولسمشرحامدکرزى په وينادغه اړيکي بايد دافغانستان اوګاونډيوهيوادونو ترمنځ پر اړيکو هيڅ اغيزه ونه لري .
په داسې حال کې چې دسولي له بهير سره دوسله والو طالبانو يوځاى کيدل په دي وروستيوکې کړندۍ شوي ده ولسمشرحامدکرزۍ يوځلي بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې دسولي له بهير سره يوځاى شي .
ديادوني وړده ولسمشرحامدکرزي ددغه سفرپه ترڅ کې لومړى دهندصدراعظم من موهن سينګ سره نوي ډيل کې ليده کاته وکړه چې دښاغلې سنګهـ لخوا ورته وعده ورکړل شوهچې هند به د افغانستان د بيارغونې او ولسواکۍ له پياوړتيا سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له دغې ليدنې وروسته دجرمني دميونښن ښارته ولاړ چې په نړيواله امنيتي غونډه کې له برخه اخيستو وروسته هيواد ته راستون شوو .

Copyright Larawbar 2007-2024