په بلجیم کی دفاتحې خبرتیا

د لراوبر اداره | فبروري 9th, 2011


بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ


په ډیرې خواشینۍ موخبرترلاسه کړچه دهیوادعلمی اوټولنیز شخصیت ، انجنير محمدجان اسحق زیدافسرانودعالی اکاډمۍ پخوانۍ استاد، ارواښاد الحاج دیپلوم انجینیرمحمدجان اسحق زی، لدې نړۍ دابدلپاره سترګې پټې کړې اوځان ‍یی حق ته وسپاره. روح دې یی ښاد وی.
په بلجیم کې دکډوالودادارې مشاوراودټولنپوهنې ښوونکۍ محبوب جان احمدزاده، دجمهوری ریاست کارکوونکۍ محمدهارون احمدزاده اوپه ستره محکمه کې لوی مدیرمحمدیوسف احمدزاده ـ دورورزامن. په بلجیم کې دحقوقودماسـټرۍ ددورې محـصل نویداحمداحمدزاده، په بلجیم کې دحقوقومحصل نبیل احمداحمدزاده، په بلجیم کې دبیوشیمې دڅانګې محصل ولیداحمد احمدزاده دورورلـمسـیان. دکورنیوچارووزات سترسلاکارلـوی پاسوال محمد صدیق نوراوپه مـلګروملتوکې د افغانستان پخوانۍ استـازۍ مخمدعثمان نورـ اخښیان. مرحوم والی محمدحسن ګردیزی اوډګروال عبدالهادی باجه ګان. دولسی جرګی پخوانۍ غړۍ اواوس دافغان غالۍ پلورونکودټولنې داروپایی څانګې مشرالحاج محمداحسان شیرزاد، افغان سوداګر هریوالحاج محمدنسیم نصیری، الحاج محمدقیام شیرزاد، الحاج محمدقیام شیرزاداوالحاج محمدبشیرشیرزادـ دخاله زامن؛ الحاج ګل علی دخاله زوم؛ دغالیوسوداګر هریوانجینیرحشمت الله مقبل، محمدفاروق عثمانی، الحاج میرویس نصیری اومحمدمری نصیری اوهمدارنګه نورآغا اوامیرمحمد ـ دخورزامن. جنرال محمدکریم رفیقی، ډاکټرفریارکهزاد، ډاکټراسدبدیع اوپردیس خوشبین ـ دخور زومان ؛ الحاج احمدشاه شیرزاد دمامازوی؛ ددفاع وزارت دلوژستیک پخوانۍ رییس متقاعدډګروال فیض محمد فیض دترورزوی؛ ډاکټرعبدالله فیض ، انجینیرعبیدالله فیض اوانجینیرذبیح الله فیض ـ دترورلمسیان.
پدې ډول د خدای بخښلی دیپلوم انجینیرالحاج محمدجان اسحق زی دمړینې له کبله چه جنازه یی په کابل کې خاوروته سپارل شویده دوستانوته خبرورکول کیږی چه دنارینه ووفاتحه اودقرآن عظیم الشان ختم د2011 کال دفبروری په 13 مه نیټه دیکشنبه په ورځ دماسپښین له یوی څخه تردروبجودبروسل دښارابن سینای بلخی په جومات کې په لاندی پته ترسره کیږی:
Guillaume Kennisstraat   14
Rue Guilaume Kennis
1030 Schaarbeek- Brussels
‌Belgium
   اړیکې: 00324971016.83 یـــا  0032.499316135
ستاسو راتګ به دارواښاد دروح دخوښۍ اودنوموړی دکورنۍ دلاتسل سبب وګرځی.


په بلجیم هیوادکې دافغان کلتوری بهیراومېشتوافغانانولخوا




د  درانه  استاد  ارکانحرب  محمدجان خان ( اسحق زي ) 
روح  ته  د  درناوي  څو  ټکي
ارواښاد  دیپلوم  انجنیر  محمد جان خان   ( اسحق زی ) په ۱۳۴۰  هجري شمسي کال  د  کابل  ښار    د   ده افغانانو  په  سیمه  کښي  په  یوه  روښانه  او  منوره  کورنۍ  کښي  سترګي  رڼي  کړی .  ابتدایی  اسلامي  تعلیم  یی  په  خپله  کورنۍ  کښي  ،  بیا  د  حبیبیی  لیسی  او  تر  هغه  وروسته  حربي  پوهنځۍ  ته  جذب  سوی   او  د  لوړو  تعلیماتو  د  ترسره  کولو  سره  سم  ،  د  افغانستان  د  ملي  اردو  د  ملي  اکادمی  د  استاد  په  صفت  وګمارل  سو  . ۴۰  کاله  یی  د  ملي  اردو  افسران  د  ملي  روحیی  پر  بنسټ  تربیه  کړل  . ارواښاد  یو  صوفي  او   د  حکمت  او  فلسفی  لوړ  استاد  وو  .  د  خپلو  ټولو  تدریسي  او  علمي  کارنو  تر  څنګ  یی  خپل  ټول  ژوند  اجتماعي  او  ولسي  کارنو  ته  وقف  کړی  وو  .  استاد  یو  عیار  او  د  ښه  زړه  خاوند  انسان  وو  ،  ټول  وخت  یی  د  افغان   مسلمان  انسان  د  خیر  ښیګڼي  چاري  تر  لاس  لاندي  وې  .  د  ګران  استاد  یوه  له  حیرانتیا  ډکه  خبره  له  واکمنو  سره   د  هغوی  تل  مخالفت  وو  .  استاد  بندي  سوی  ،  له  ترفیع  څخه  پاته  سوی  او  د  واکمنو  له  خوا  تل  تحدید  سوی  او  د  خپلو  ټولو  مدني  ، رسمي  او   وظیفوي  حقوقو  څخه  محروم  سوی     دۍ  . استاد  د  ژوند  تر  ورستی  لحظی  په  افغانستان  کښي  د  چپو  او  راستي  افراطي  ډلو  غړی  نه  سو .  استاد  ته  د  وطن  پریښودل  او  وتل  اسانه  کار  وو  خو  هغه  د  خپل  مرګ  په  بیه  حاظر  نه  وو  چي  خاوره  پریږدي  او  سترګي  پناه  کړي  .  هغوی  تل  دا  خبره  کول  چي ( انسان  یو  وار  زیږي  او  یو  وار  مري )  .  استاد  یو  ځوانمرده  او  د  ښه  ځوانانو  د  حلقی  یوه  کړی  وه  ،  په  ده افغانانو  کښي  د  یوه  غښتلي  انسان  او  مسلمان  افغان  په  نامه  یادیده  په  خپله  ۴۰  کلنه  وظیفه  کښي  سرلوړی  او  د  نیک  نوم  خاوند  افغان  پاته  سوی  دۍ  .
زه  د ارواښاد  الحاج  دیپلوم  انجنیر  محمد جان خان  اسحق زي  د  یوه  زده کونکي  په  صفت  د  خپل  استاد  روح  ته  درناوی  وړاندي  کوم  او  د  لوی  او  بخښونکي  خدای  (ج) څخه  د  فردوس  جنت  غوښتنه   کوم  .  د  ګران  استاد  ټولي  کورنۍ  ته  د  زړه  صبر  غواړم  او  ځان  د  دوی  سره  په  دی  درانده  غم  کښي  شریک  ګڼم  .
د  استاد  روح  دي  ښاد  وي  .   امین  باوري

Copyright Larawbar 2007-2024