کور / اسلامي / اسلام د ژوند پروګرام .

اسلام د ژوند پروګرام .

ليكنه :  شهيد سيد قطب


اسلام پروګرام دی . دژوند پروګرام . اسلام د بشريت د عملي ژوندانه لپاره هر اړخيزه پروګرام دی . داسي پروګرام چې پکښې هغه اعتقادي او نظریاتي تصور هم شامل دی چې د کايناتوفطرت او حقيقت څرګندوي ،  د( انسان  ) مقام او حيثيت پدې کايناتو کې ټاکي ، او همدا راز پدې کایناتو کې د انساني وجود مقصد او موخه په ګوته کوي .. همدا راز پدې پروګرام کې هغه عملي نظامونه هم شامل دی چې له دغه اعتقادي تصور څخه خوریږي ، او په همدې تصور باندي ولاړ دي ، او دا نظامونه د دې پروګرام لپاره داسي عملي صورتونه پیدا کوي چې د انسان د ژوندانه په هر اړخ کې ښکاري . لکه څرنګه چې په دغه پروګرام کې اخلاقي نظام هم شامل دی ، او هغه بنیادونه په کومو باندې  چې دا نظام ولاړ دی  ، او هغه قوت چې ورنه مدد حاصلوي . همدا راز سياسي نظام او د هغه څرنګوالئ او خاصيتونه . او ټولنيز نظام او د هغه بنسټونه اوبنیادونه . اقتصادي نظام او د هغه فلسفه او تشکيلات . او نړيوال نظام او دهغه ارتباطات او اړيکی …
موږ باوراو یقین لرو چې راتلونکې به د همدغه دين (اسلام ) وي ، ځکه چې دا دين د ژوند تیرولو یوداسې پروګرام دی چې ټول اړخونه ئې یو له بل سره تړلی دي ، یو له بل څخه نه جدا کیدونکي دي ،  د ژوند هر اړخ د تکامل په لوری بيايی ، او د انساني ژوند د هر  اړخ ريښتينې اړتياوې پوره کوي ، او دانسان هر ډول مصروفيتونه په خپل حفاظت کې ساتي  .
او دا  دين  د دې اعتبار په اساس چې د ژوند هر اړخیز پروګرام دی . د بشري ژوندانه له عملي اړخونو څخه ګوښه شوی يوازې يوه وجداني عقيده نده – که څه هم دا هڅه کيږی چې د الله تعالی دا سپيڅلئ دين د بشري ژوندانه له عملي اړخونو څخه ګوښه شي اويوازې ديوې وجداني عقيدې په دايره کې محصور پاتي شي   .
او دا دين يوازي هغه عبادتونه او مناسک ندي چي مؤمنان يې په انفرادي او ټولنيز ډول پر ځاي کوي ، او دوي ته د مؤمنتوب صفت ورپه برخه کوي !  دا دين د اخروي فردوس او جنت ګټلو لپاره يوازنۍ لاري ده ، چيرته چې د دنيوي فردوس او خوشحاليو لپاره پرته لدې تګلارې ( اسلامي دين ) څخه نوری لارې شته ، او د دې دين له نظامونو څخه پرته نور نظامونه شته دي .
دا دين د ژورتيا او پياوړتيا دمفهوم په بنسټ دومره روښانه اوڅرګڼد دي چې هيڅ راز هڅه به ونشي کولي تر څو يې د بشري ژوندانه له عملي ډګر څخه ګوښه کړي او يوازي يې د يوې وجداني عقيدې په څير انځور کړي ، هغه عقيده چې دبشري ژوندانه له عملي او تنظيمي اړخ سره هيڅ راز تړاو نلري ، او دا دين هغه عقيده نده ، چې يوازي د تشوعبادتونو او مناسکو پر ځاي کولو باندي د خلکو سره د جنت وعده وکړي پرته لدې چې  د  دغو عبادتونواومناسکو عملي بڼه د دوي د ژوند په هر اړخ کې څرګنده  نه شي!او د دغه دین په قوانینو او نظمونو باندې عمل ونه کړي ! خو دا دين داسي ندي ، او نه به داسي وي ، او محاله ده چې دا راز وي …( يعني دا چې د دنيا او دين کارونه سره بيل وي ) .
ښايي دځمکې پر مخ  يوه داسي نظریه وي چې هڅه وکړي تر څو د دنيا اودين  کارونه له يو بله بيل کړي او سره لدې هم پر ځان د ( دين) نوم کيږدي  ، او منونکي يي هم د (دين ) په څير وپيژني  ، خو اسلام دا راز نشي کيدلاي .نشي کيدلاي .نشي کيدلاي
    ~              ~                   ~
موږ پدې پوهيږوچې له پيړيو را هيسي يو جباراو زورور زيار په لاره اچول شوي دی ، تر څو اسلام يوازي د وجداني اعتقاد او عبادتونو په دايره کې راګير کړي ، او د بشري ژوندانه له عملي ډګر څخه يې ګوښه کړي ، او هڅه کيږي چې دبشري ژوندانه ټول کړه وړه داسلام په سلطه کې رانه شي .  دبشري ژوندانه ټول کړه وړه د اسلام په سلطه کې داخليدل  د اسلام ريښتينئ طبيعت اوداسلام حقيقت دي ، اوهمدا داسلام مسوليت هم دي .
دا ځانګړتياوی او دا خاصيتونه پدې دين کې دی ..د هر اړخيزتوب خاصيت ، په عملي ژوندانه کې د راښکاره کیدو خاصيت ، او د بشري ژوندانه په ټولو اړخونه د تسلط خاصيت …لدې کبله له يوې اوږدې مودې څخه نړيوال صليبيت پر اسلامي نړي او هغو اسلامي  هيوادونو  باندي د يرغل اوتوطیئو څخه ستړی شو، چې د استعمار په واک کې وو ، او همدا راز نړيوال صهيونزم هم ستړی شو  ! نو ځکه بله چاره نه وه تر څو دواړه سره يو ځاي لوي زيار وباسي ، چې اسلام يوازي د وجداني اعتقاد او عباداتو په دايره کې ښکيل کړي ، او د ژوندانه په عملي نظام کې داسلام د مداخلت مخنيوي وکړي ، او پري نږدي تر څو اسلام د بشري ژوندانه په عملي ډګرباندي مسلط شي ، او دا ټول د ړومبي ګام او هڅې په څير ، د جګړې د هغه ډګر لپاره چې دوي پکښي داسلام پوره لمنځه وړل ويني , تر سره شول !
د دغو پرلپسي زيارونو يو فيصله کن برئ د اتل ( اتاترک ) په لاس د اسلامي خلافت له منځه وړل و!!!  اسلامي خلافت يې ړنګ کړ ، او دين يې له سياست څخه بيل کړ ،  خالص علماني حکومت يي اعلان کړ ( حکومت پرته له ديني ارزښتونو څخه يوازي په دنياوي بنسټونو قائمول ) .
د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوپه هغو هیوادونو کې چې د استعمار تر سلطې لاندې وو, ديرې هڅې وشوي چې اسلامي شريعت د قانون په څير حاکم نوي او پر ځاي يې  دلویدیځ قانون حاکم شي ،او اسلامي شريعت په هغه تنګ کنج کې محصور پاتي شي چې نوم يي ذاتي قوانين دی  ! .  نور بيا