کور / شعر / د ژوند ملګری

د ژوند ملګری

وليکه قلمه بيا د زړه دردونه وليکه
پټ د چا له غمه زما دزړه رمزونه وليکه


ته دبې وفا جانان د غم سره خوشحاله يې
پام نشې بې غمه ښه تاوده غمونه وليکه


وريې کړه ديار غم له سوغات کې چې خپه نشي
خوښ به يې ساتمه سره او شنه ګلونه وليکه


پام کوه زړګيه چې دې ځان ځانله احساس نکړې
و به دې منمه ديار ښه ظلمونه وليکه


خير دی بې پراو جانان دی هيڅ خيال په تانکوي
پام نشې بې دمه دا خواږه ټپونه وليکه


ګوره ستړی نشې نه له عشق ځينې بيزاره شې
خوښ به دې پالمه دوفا دودونه وليکه


ته د خدمتګار دژوند ملګری ئې کاغذ سره
تل دې يادومه زما ته يادونه وليکه


چنګاښ ١٣٧٦