کور / کتابتون - تاريخ او سياست / کتابتون : د اِستِناد او بيبليوګرافۍ لنډ لارښود پر ليکه شو

کتابتون : د اِستِناد او بيبليوګرافۍ لنډ لارښود پر ليکه شو

په تحقيقي ليکنو کي د استناد او بيبليوګرافۍ اوسنی لارښود، په حقيقت کي د ماخذ ښوولو له بېلابېلو سيستمونو او سبکونو سره د اشنايي يو داسي ليکنه ده، چي له خپل لنډوالي سره سره، د علومو د زياترو څانګو زده کوونکو، ليکوالو او څېړونکو ته ګټوري او په زړه پوري لارښووني وړاندي کوي .



له بده مرغه، د افغانستان د پوهنتونو په تعليمي نصاب او د تحقيقي چارو د نورو مخکښو ټولنو په عملي فعاليتونوکي، داسي ارزښتناک موضوعات لازم ځای نه لري . په دې برخه کي خپاره سوي کتابونه او مقالې، زموږ د ټولني تر اړتياوو ډېر لږ دي . د پوهنتونونو فارغان څه، چي حتا ځيني ليکوال او څېړونکي هم په دې ډګر کي له جدي ستونزو سره مخامخ دي .


په دې کتابګوټي کي د استناد کولو او بيبليوګرافۍ په اړه ، د هغه کتاب دوه څپرکي نغښتي دي ، چي « د تحقيقي اثر ليکنه » نوميږي؛ او دوو امريکايي ليکوالو له خوا ليکل سوی دﺉ . د کتاب د دې دوو څپرکو ټول مواد له انګرېزي څخه په پښتو ژباړل سوي دي؛ خو د موضوع ګانو د لاروښانتيا په خاطر د اضافي څرګندونو او توضحياتو تر څنګ، د پښتو او پارسي اثارو پراخ مثالونه هم وړاندي سوي دي؛ او په دې توګه د امريکايي پوهنتونو زده کوونکو ته ليکلي لارښود، د مضمون او جولې له اړخه پښتو رنګ اخيستی دﺉ؛ مګر د ځينو نابابه او ستونزمنو مسألو د روښانه بيان له پاره، پر پښتو مثالونو سربېره، د کتاب له اصلي متن څخه انګرېزي بولګې هم وړاندي سوي دي . دا کار افغان زده کوونکي په انګرېزي ژبه کي هم د استناد او بيليوګرافۍ له ځينو مثالونو سره اشنا کوي .



هليه من يم په علمي او تحقيقي لیکنو کي د استناد او بيبليوګرافۍ دا لنډ لارښود، د افغانستان د پوهنتونو له زده کوونکو، ځوانو ليکوالو او څېړوونکو سره، د اثار و د معياري استناد په چاروکي څه نا څه مرسته وکړي .
محمد هارون خپل شعشعي
لندن، د ۲۰۰۶ کال د تلي مياشت







  • د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ !     size = 244 KB   ~  وزن = ۲۴۴  کيلو بايټه