کور / سياسي / په افغانی ټولنه کې د ګوندنود ټولنیز جوړښت

په افغانی ټولنه کې د ګوندنود ټولنیز جوړښت

له هغه ځایه چې ګوند د سیاسی ایدیالوژي پربڼست یو ټولنیر جوړښت دی چې دسیاسی واک دلاسته راوړلو دپاره یا د یوشمیر سیاسی ، اقتصادی ، دینی او ټولنیزو ارزښتونو د پلې کولو دپاره او یا د یو شمیر لوړو ملی غوښتنو لکه خپلواکی ، د خاورې بشپړتیا د لاسته راوړلو دپاره په یوه مستعده ټولنه کې جوړیږي.


په بشری ټولنه کې انسانانو د ټولنیزکیدواو متمدن کیدوسره سم د قومی، مذهبی او یو شمیر ارزشتونو بربنست جوړښتونه منځ ته راوړې دي او دهغه پربڼست یی سیاسی واک لاسته راوړي دي او په ټولیزه توګه له خپل ټاتوبې څخه تل په ټولیزه توکه دفاع کړي ده خو کوند یوه معاصره سیاسی جوړښت دی.


معاصر ګوندونه د فرانسي د بورژوازی د سترانقلاب (1789-1799) نړیواله سیاسی او ټولنیزه لاسته راوړنه ده. د فرانسې دستر انقلاب څخه وروسته لمړی په فرانسه  او وروسته په اروپا کې د فیودالی ټولنې(قومی او قبیلوی جوړښتونه او کلتور) درې زره کلن بڼستونه مات شول او په اروپایی هیواونو کې دملت جوړونې بهیر پیل شو. دفرانسې مشهور عالم ژان ژاک روسو د خپل مشهور کتاب (ټولنیز تړون-سیوسیال کانترکشن) فردی حقوق اوټولنیز دندې یی بیان کړ اود لبرالیزم بڼست کېښود  او وروسته ګڼ شمیر سیاسی ګوندونه ، سیاسی او ټولنیز الهام ځینې واخست او په اروپا کي دقومی حقوق پرځای د فردی حقوق غوښتنې دود شو.


د معاصر سیاسی ګوند ونو د پایښت او جوړښت د تل پاته کیدوښیرازه د ګوند ایدیالوژی جوړوی.


ایدیالوژي یا د عقیدي علم (ساینس آف آیدیا) هغه اصطلاح ده چې د اته لسمي پیړی په پای ګې د فرانسوي فیلاسوف انتواين لویس له خوا بیان شو، چې ایدیالوژی د سیاسی جوړښتونو بڼست ګڼل کیږي.


ایدیالوژي هغه سیاسی منظمې ، منسجمې جامع عتقیدې ته وایی چې سیاسی ، اقتصادی او ټولنیرې بڼستونه ولری خوسیاسی تیوری ګانې ډیر دی.


د سیاسی ایدیالوژی لومړنی ستر حوزې ښي اړخ جوړوي چې د فرانسې د ستر انقلاب لاسته راوړنه ده چي د سیاسی اړخه له پلوه د دیموکراسی په اصولو او د ټولنیزاړخ له پلوه په لبرالیزم ، پلورالیزم او د هرې ټولنې په لوړو مذهبی او ولسی اعتقاداتو او ارزشتونو باندې ولاړ دي او د اقتصادی اړخ له پلوه په پانګوالي نظام( د افرادو مشروع حاکمیت حق پرتولیدی وسایلو باورلري) ته ژمن دی او د آزاد مارکیت پر محور څرخیږي . نن د نړی ګڼ شمیر سیاسی ګوندونه د دغې ایدیالوژیک په بیلابیلو څانګو او مرحلو پورې اړه لری. 
 
د ایدیالوژی په ډګر کې دوهمه ستره سیاسی حوزه د کین اړخو ایدیالوژی ده چې دکمونیزم په نامه یادیږی دمارکسیزم- لیننیزم پر د کتورینو باندې ولاړ دی. د کارل مارکس تیوری د انګلستان د صنعتی انقلاب څخه سخت اغیزمنه ده. مارکسیزم د اقتصادی اړخ له پلوه دهیواد ټول صنعتی، کرهنیز تولیدی وسایل او طبعی شتمنی د دولت مال ګڼی او د متمرکز دولتی اقتصاد یربڼست چلیږي .د سیاسی اړخ له پلو یو ګوندی سیستم منی او هغه هم دکارګرانو مخکش ګوند یعنی دکمونست کوند تل پاتې واکمنی یا دکتاتوری منی. مارکسیزم په تیوریک لحاظ په هیواد کي ملت جوړوني او دهیواونو سیاسی سرحدات نه منی او په تیوریکه توګه انترنشنلیزم ته معتقد دی او به هیواد میشت وګړو ته خلک یا ولسونه بولی او د ملت سیاسی کلیمه نه مني او په ځانګړې توګه د شوروی اتحاد دولتی مطبوعات د منځنئ آسیا مستعمره هیوادونه ملیتونه وبلل چې ځېنې افغانی کین اړخې او ښی اړخې ډلو د افغانستان میشت اقواموته ملیتونه بولی.


مارکسیزم دین ته په ټولنه کې ځای نه ورکوی او د لاېیک یا بې دینه ټولنې د جوړیدوغوښتونکې دی. دمارکسیزم ایدیالوژی په شپېتم او اویا یم عیسوی لسیزو کې په شوروی اتحاد او نړی کې کې خپل هسک پړاو ته ورسید خو دافغان جهاد له برکته دتاریخ کنډې ته وسپارل شو.خو په چین او یوشمیر نور هیوادونو کې کمونستی دولتونه د اقتصادی اړخ له پلوه کمونیرم د پانګوالی نظام په لوری خوئیدلې دي چې په تیوریک لحاظ د مارکسیزم ایدیالوژی دپاره ستر هیواد ګڼل کیږی خو سره له دې هم د دې ایدیالوژی پیروان د خپلې ایدیالوژی په خپریدو ټینګار کوي.


دریمه ایدیالوژیکه څانکه سیوسیال د یموکراسی ده چي نولسمې پېړی په پای کې په پڼستیزه توکه د سوسیالیزم دغورځنګ څخه جلا شو او د کیڼ اړخ نه د ښی اړخ به لور وخوځید به دې معنی چې سیوسیال دموکراسی فردی مشروع حق په تولیدی وسایلوباندې منی ، نیمه متمرکر دولتی اقتصاد او آزاد مارکیت منی ، یعني په پانګه والي نظام کې د ټولنیز عدالت پربڼست منصفانه او ضد استثماری بدلدنونه یا رفورمونه غواړی. سیوسیال د یموکراسی د سیاسی اړخ له پلوه ګڼ ګوندی ټولنه منی او په سیاسی لحاظ د لومړی ځل دپاره ټولنیز عدالت یا سوسیال جستس او مساوات شعار پورته کړه(د اسلامی عدالت سره مغالته نشی). سیوسیال د یموکراسی لګه کپیتلیزم- یا مارکسیزم یوه منظمه او منسجمه یا کرستلایز ایدیالوژی نه ده بلکې دسیوسیال د یموکراسی تیوری غواړی چې د کپیتلیزم او سوسیالیزم د یوشمیر ولسی پلوه سیاسی، اقتصادی او ټولنیز ازشتونو بدلون یا رفورم ورکړی. اوسنی اروپایی سوسیال د یموکراسی د کپیتلیزم په لار او لیک کې د ولسواکی (د یموکراسی) ټولنیز عدالت ، مساوات او سیاسی پلورلیزم له لارې د استعماری او استثماری ضد ریفورمونو دپلې کولوغوښتونکې دي.


د ښی اړخ ا یدالوژی په ډګر کې سیاسی اسلامی غورځنګ(اخوان المسلیمن)  چي په لویدیز میدیا کې  ‍د سیاسی اسلام په نامه یادیږی باید داسلام د مقدس دین سره مغالطه نشی ځکه چې ګڼ شمیر مسلمانان د اسلام مقدس دین د خپل دین په توګه کاروی بې له چې سیاسی چاررو سره کار ولری.داچې ا سلام مقدس دین د یوه سیاسی ډله له خوا دسیاسی واک د ترلاسه کولو دپاره دیوه ایدیالوژی په توګه کارول کیږی د هغه جواز فقهی څیړنو ته اړتیا لری. د اقتصادی اړخ له پلوه سیاسی اسلام په کتګوریکه توګه د ښی اړخې ایدیالوژیو په لیکه کې راځی ځکه چې فردی مشروع واکمنی په تولیدی وسایلوکي منی . د سیاسی اسلام مخکښان دسیاسی اسلام ایدیالوژیګې کرښې او د اسلامی انقلاب دجوړیدو شرایط په اسلامی هېوادونو کې دسیاست په ډکر کې نه دې جوته کړي او د اسلامی انقلاب اهداف په اساسی توګه نه دې بر بند شوي خو د سیاسی اسلام د ګوندونو د دریځ څخه داسي اخستنه کیږی چې سیاسی اسلام ضد استعماری او آزادی غوښتونکي ماهیت لری او دسیاسی  واک د لا سته راوړلو دپاره وسله واله مبارزه خپل تګ لاره  ګڼی. البته داسلام د مقدس دین اساسات د آسمانی د ین په توګه په قرآن اعظیم الشان ، نبوی احادیثو کې بربند او څرګند دي.


نشنلیزم که څه هم یو منظمه منسجمه او کرستلایز ایدیالوژی نه ده خو په کته ګوریکه توګه د ښي اړخې ایدیالوژیو په کتارګې مطالعه کیږی.


نشنلیزم د نیشن یا ملت د سیاسی اصطلاح څخه اخستله شوی دی. نشنلیزم  د ملت جوړنې د بهیر سره سم چې د فرانسي لوی انقلاب څخه وروسته په اروپایی هیوادونو کې پیل شوې دی په سیاسی ادبیاتو کې درج شوی دی.. په عملی توګه تر څو چې په هیواد کې ملت یا نیشن منځ ته نه وی  راغلی د نشنلیزم د عقیدې لرلو تیوریکه بڼه غوره کوی.


نشنلیزم په اروپایی هیوادونوکې ځکه ښه مطالعه کیدی شی چې هلته په هیوادونو کې ملت منځ ته راغلی. له بده مرغه په افغانستان کې قومی مینې ، سیمه اییزې ګټې او قومی شخړې یا اتنیک ستونزې د نشنلیرم تر عنوان لاندې په تیته کچه مطالعه کیږي.کمونستان نشنلیزم د فاشیزم ترعنوان لانې مطالعه کوی او دسیاسی اسلام پیروان (اخوان المسلیمین) نشنلیزم قومی عصبیت بولی حال دا چې قوم د ملت سره توپیر لری. په داسي حال کې چې د افغانستان په هیواد کې تر اوسته پورې په تاریخی لحاظ بشپړه ملت منځ ته نه دې راغلی نو د نشنلیرم مطالعه په افغانستان کې ډیره ستونزمنه مسئله ده.دبلي خوا د نشنلیزم(ملت پالنې- ملی ګرایی) تعریف د کمونستانو او سیاسی اسلام پالو له خوا تحریف شویده.نشنلیزم په عمل کې د ملت د ملی ګټې ، سیاسی ، اقتصادی او لوړو ټولنیزو ارزشتونو د دفاع تیوری ده په دې شطرط کي  چې په هېواد کې ملت منځ ته راغلې وي.خو د هېواد څخه دفاع او د هیواد د  سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو ارزښتونو څخه دفاع یو هېوادنی دنده ده او تاریخی قدامت لری. همدارنګه د یو هېواد تیرۍ په بل هېواد کې هم تاریخی قدامت لری حال دا چي د نشنلیزم تیوری دوه سوه کاله قدامت لری او په هېواد کي د ملت دجوړیدو سره سم منځته راغلی دی.


په اروپایی هېوادونوکې دوه ډوله  نشنلیزم په ټولیزه توګه مطالعه شویده :


Ethnic Nationalism: 2 -Civic Nationalism-1


متمدن نشنلیزم معتقد دی چې په یوه هېواد کې ملت د بیلابیلو نژادونو اقوامو ، مذاهبو او کلتورونو څخه د دمدنی قوانینو او سیوسیالوژی اصولو په اساس جوړیږی او افراودولتی تابعیت او ملی هویت منی او په هېواد کي ټول افراد د مساوی سیاسی و ټولنیزو حقوقو او امتیازاتوڅخه برخمن کیږی.


2- اتنیک نشنلیزم معتقده ده چې په هیواد کې لومړی یو لوی سیاسی حاکمیت لرونکِې یا واکمن اتنیک یا قوم د یولوی کلتور او تاریخی قدامت سره موجود وی او هغه په تاریخی لحاظ سیاسی، کلتوری او اقتصادی وده کړی وی او دملت د جوړیدو ته رسیدلی وی او خپل یو شمیر اتنیک او کلتوری امتیازات د ملت د جوړیدو مرحلې یا پړاو ته انتقال کړی لکه د هیواد نوم او ملی هویت. البته نشنلیزم او ملت جوړونې یو لوی سیاسی بحث ده چې دلته خبري پرې نه کوو ځما خبرې عمده موخه په هیواد کې د ګوند جوړونې د ستونزو به هکله ده. تر څو چې یو ګوند سیاسی واک ترلاسه نکړی د هغه په هکله سیاسی قضاوت خواراسخت کاردی نوخکه ګوندونه او ایدیالوژی ګانې په اروپایی هیوادونوکې ښه مطالعه کیدی شي.


په افغانستان او دریم نړۍ کې د ګوند جوړنې ستره ستونزه دا ډه چې د ټولنې سیاسی ، اقتصادی او ټونیز شرایطو دومره وده نه ده کړی چې ګوند د ټولنې د سیاسی ارادې څرګندوی یا مظهر وي. په  لر او بر افغانستان کې د ګوند جوړونه ستره ستونزه داده چې قومی جوړښتونه سالمه ده یعنی چې قومی مات او سره ګډ نه دې ګډشوی نو ځکه د افغانستان هیڅ ګوند د افغاني ټولنې ملی ترکیب او جوړښت څرګندولای نشی. تر څوچې په طبعی او تدریجی توګه قومی جوړښتونه مات نشي او د ملت جوړونې بهیر به بشپړه شوی نه وي په آسانی افغانستان شموله ګوند منځ ته نه راځي. اوس قومی او سیمه ییز کلتور او دود عښتلی او ښاری کلتور کمزوه ده او هر ایدیالوژی په افغانستان کې ژر قومی بڼه غوره کوی او ګوندونه ټولنه د بی ثباتی او قومی شخړې په لور بیایی. د اعلیحضرت نادرشاه د حکومت څخه وروسته ملی اردو د قومی کنډکونه یا قومی ملشیا ځای ځای ونیوله خو د ببرک کارمل حکومت په مهال د لومړی ځل د پاره رسمی قومی ملشیا یا ګنډکونه منځ ته راغلل او دغه (قومی ملشیا) کنډکونه د قومی ګوندونو دپاره په پوځی مراکزو بله شوه او د کورنیو جګړو به بهیر کې سترې وندې ولوبلې چې د افغانستان ټولیز وده او تکامل  یو ځل بیا د بشپړ فیودالی ټولنې په لور وخوځید او یو دا ارتجاعی ټولنیز حرکت او ملی خیانت ګڼل کیږی چې مسببین یی د ثور کودتا مشران او په ځانګړی توکه ببرک کارمل دی. په کار ده چې ګوندونه هڅه وکړی چې خپل قومی جوړښتونه مات او د ملی جوړښت په اساس سیاسی جوړښتونه منځ ته راوړی چې افغانستان شمول وی خو دا یوه تاریخی تدریجی پروسه ده چې د افغانی ټولنې په سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز وده پورې اړه لري.


ګوندونو په هغو ټولنو یا هیوادونو کې د ټولنې د سیاسی ارادې د ټول ټاکنې له لارې څرګندوی چې ټولنه د خپل تاریخی ودې له امله د بورژوازی مرحلې ته رسیدلی وی یعنې د هیواد اکثیریت ولس په بورژوازی یا متوسطه طبقې پورې اړه ولری او په ټولنه کې د بوژوازی مناسبات یا اړیکې واکمن وي او دبلې خوا  په ټولنه کې فیودالی مناسبات او دهغه کلتور بڼستونه مات شوی. په یوه فیودلی ټولنه کې د قومی او سیمه ييزې جوړښتونو په څنګ ګې د  اقتصادی ودې له پلوه ستره ځانګړتیاوې یا مشخصه د ټولنې قومی واکمنی یا حاکمیت په تولیدی وسایلو اوطبعی منابع لکه ځمکې ، ځنګلونه ، غرونه او کاڼونه دي. یعنې یو قوم د یوې لویی سیمې د مالکیت ادعا کوي. د افغانستان هیواد یا افغانی ټولنه د خپل تاریخی ودې له پلوه تر اوسه پورې د فیودلی ، نیمه فیودلی او نیمه بورژوازی(په ښارونو کې) مرحلې ته رسیدلې دی. په یوه پورژوازی ټولنه کې د اقتصاد څرخ صنعتی تولید جوړوي ، په ټولنه کې قومی جوښتونه او قومی هویت په سیاسی لحاظ ارزښت بایلی، په ټولنه کې ښاری کلتور او ارزښتونه د قومی ارزښتونو څای نیسی.


د ټولنې د طبقاطی تحلیل په اساس په یوه فیودالی ټولنه کې ولس د اقوامو په چوکات کي اوسیږی د قومی او سیمه ییزې هویت ، دودونه ، کلتور او ګټې څخه سیاسی دفاع کوی او که چېرې په یوه ټولنه کې چې هلته فیودالی مناسبات واکمن وی ولس د هیواد سیاسی ګټې ، ټاوان او ستونزې د قومیت له تنګې زاوایی څخه ګوري چې دا ډول طرز تفکر د افغانستان په ټولو میشتو اقواموکې موجود او د قومی ګوندونو په توکه منعکس شوی دي. هر څومره چې هیواد ولس د ملت جوړیدو په لور درومی په هم هغه تناسب د قومی هویت سیاسی ارزښت کمیږی او په مقابل ګوندی ایدیالوژی او دهغه سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز ټګلارې لوړتیا مومی.



په افغانستان کې د ګوند جوړونې ستره ستونزه داده  چې په افغانی ټولنه کې یوه نازکه متوسطه طبقه یا د بورژوازی قشر په ښارونو کې اوسیږی او د قومیت دباندې په ملی سطحه فکر کوی او همدغه طبقه ده چي په ښارونوکې ګوند جوړوي خو له هغه ځایه چې متوسطه طبقه د هیواد یو وړوکې قشر جوړوی د دغې طبقې پورې سیاسی ګوندونه د افغانستان یا د افغانی ټولنې سیاسی پونانسیل یا د هیواد سیاسی څرخ محرکه موتور نه جوړوي. له هعه ځایه چې د افغاني ټولنې د قومی او قبایلی بڼستونه او جوړښت مات شوې نه دی او د فیودالی ټولنې کلتور او ارزښتونه په ټولنه کې په قوت چلیږی نوله دې کبله دافغانی ټولنې یا د افغانستان د سیاسی ډګر موتورپوتانسیل کلیوال ولس یا دکلیو او بانډو ولس څرخوی نو همدغه ولس ده چې هر ډول دولت بې ثبات کولای شي او دا مسله د ثور دکودتا نه وروسته ثابته شوه. د ثور د کودتا دمخه  دکلیو او باندو ولسونه د دولت سره ستونزه نه درلودله نوځکه افغانستان یو امن او باثباته هیواد ؤ. سیاسی ګوندونه سره له دې چې د ثور د کودتا دمخه په ټولیزه توکه د دولت سره یو ډول یا بل ډول مخالفت درلودلې خو د هیواد د بې ثباتولو وسه نه درلوده. په یوه نیمه فیودالی ټولنه کې که د سیاسی اسلام (اخوان المسلیمین) مارکسیزم ایدیالوژی او یا دیموکراسی ایدیالوژی تطبیقه شی هغه قومی او سیمه اییز رنګ غوره کوی.


په شپېتم عیسوی لسیزه کي یا د نیمګړي دیموکراسی په لسیزه کې ګوندونو د قانون دپلې کیدو دمخه د حکومت په تآئید او تشویق د افغانستان متوسطي طبقې په دې باندې بریالی شوې چې یو شمیر ګوندونو یا سیاسی ټولنې بڼست کېږدي. د دې ګوندونو په وړاندي له یوې خوا ستره دنده د ایدیالوژی غوره کول ؤ او دبلې خوا د سوړجنګ سیاسی منفی چاپیر یال او د سترو ځواکونو استخباراتی ټولني هم فعاله وه نوځکه ګوند جوړونې د وخت څخه وړاندې یو سیاسی حرکت چي په تقلیدی توګه توریدی ایدیالوژی پلې کول پیل شو د افغانی ټولنې عنعنوی سیاسی ثبات له منځه لاړه . کودتاګانې او بهرنیو مداخلې د سیاسی ګوندونو له لارې پیل شول او دافغانستان روانې غمیزه د هغه پایلې دی.


سیاسی ګوندونه او په تیره بیا کین اړځې ډلې دومره سیاسی پوهوالې او درایت نه درلوده د چې افغانی ټولنه سیاسی او ټولنیز تحلیل وکړی او د افغان ولس د سیاسی اړتیاوې پر بڼست ایدیا لوژی غوره کړي نوله دې کبله کین اړخې کوندونه د روسیې او د چین د کمونست ګوندونه مرامنامې د ایران د کین اړخې ګوندونوله مخې کټ مټ اقتباس کړل او په افغانستان کې دهغه په تطبقولو لاس پوري کړل خو چې ګونودونه د سیاسی ستونزو سره مخامخ شول ګوندونه دقومیت پر بنا وویشل شو.


له هغه ځایه چې په ټولیزه توګه په افغانی ټولنه کې د فیودالی کلتور،ارزښتونه او بڼستونه غښتلې ؤ او د بورژوازی کلتور ارزښتونه چې دګوند جوړونې دپاره ضروری( اړینه) ده کمزورې وې نو ځکه  افغانی ټولنه او خپله کین کین اړخې ډلې د خپل ایدیالوژی د هضمولو او جذبولو وسې نه درلودې په نتیجه کې کین اړخې ګوندونه په قومی فرکسیونونو یا ډلو ویشلو شول نه په ایدیالوزیکو ډلو.( د خلق په ګوند کې پښنتانه او به پرچمی او ستمی ډلوکي تاجکان او ورواقوام راغونډ شول).همدارنګه ښی اړخی او اسلامپالې ډلې د ټولنې د دغه فیودالی سیاسی چاپیریال څخه بې اغیزه پاته نشول. اوس هم د افغانستان ګڼ شمیر سیاسی ګوندونه او د ولسی جرګې غړي د اتباعو د حقوقو او ملی مشا رکت د تآمینولو پرځای پر ځای دقوامو حقوق او د اقوامو ملی مشارک په دولتی او ټولنیزو چارو کې غواړی یعنې د هغه افرادو کې چې دهغه په قوم پورې اړه نه لري دهغه په غم کې ځان شریک نه بولی چې دغسې سیاسی غوښتنې د ټولنې فیودالی او فیودالی پاته کیدونښه ګنل کیږی او د ملت جوړونې په وړاندې سترخنډ او د افغانستان د بې ثباتولو د پاره یوه منظمه ضدملی حرکت ګڼل کیږی او دهغو ګاوندیو هیوادونو دپاره چې موږ سره اتنیکی او کلتوری اړیکې لری د مداخلې لاره خلاصوي.


دافغانی ټولنې سیاسی ګونونه د افغانستان دقومی جوړښت د سیاسی بڼست څرګندوی نه د افغانستان سیاسی ایدیالوژیک جوړښت.که چېرې موږ  د افغانستان نفوس دیرش ملیونه اټکل وکړو او د یوه سیاسی ګوند دغړي شمیر پنځه سوه وبولو او بیا پنځه سوه په دیرش ملیون باندې تقسیم کړو دهغه ګونو سیاسی اغیزه په افغانستان کې څرګندیزی. که چیرې دهغه ګوند درې سوه غړي په یو قوم پورې اړه ولری دهغه ګوند ملی اغیزه به څومره وی. د همدغه دلیل په اساس ده چي ګوندونه  د افغانستان ولس د ارادې مظهر نه ګڼل کیږی او د اساسی قانون او ملی تاریخ په اساس لویه جرګه(د اقوامو د استازو جرګه) د افغان ولس  د ملی ارادې  مظهر ګڼل کیږي او له هم دي پلوه ده چې قومی ګوندونه د کابینې په قومی انډول باندې ټینګار کیږی چې دا حرکت د ملت جوړونې په وړاندي ستر حڼډ ګنل کیږي.چې د یو شمیر  قومی ګوندونو دغه  ناهیله ارتجاعی حرکت نور ګوندونه هم په دفاعی حرکت مجبوروی او ګوندونه د ملت جوړونې ، ولسواکې او ښایسته سالارې د پروسې په وړاندې خڼډ ګنل کیږي.


زموږ د ټولنې ستره ستونزه دا نه ده چي موجوده ګوندونه ښه ایدیالوژی او مرامنامې نه لری اویا ملی کټې ، ولسواکې ،خپلواکی ، پرمخ تګ ، او لوړ دینی او ټولنیز ارزشتونه په خپل کړنلاره کې څرګند کړي نه دي بلکه زموږ د سیاسی ګوندونو ستر ستونزه داده چې د افغانستان سیاسی ګوندونه د افغانستان د قومی جوړښت په یوه پراخ بڼسته سیاسی ګوند کې څرګندولای نشی او دافغانستان ټول ګوندونه د غې ستونزې سره مخامخ دی.


که څه هم دیمکوکراسی په افغانستان کې نسبی تاریخی ریښې(1964 د دیموکراسی لسیزه) لری خو د افغانستان اوسنۍ دیموکراسی د افغاني ټولنې د سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزي ودې او تکامل لاسته راوړنه نه ده بلکي دسپتا د یولسمی خونړی پېښې سیاسی او پوځی پابلې دی چې د بن د تړون په نتیجه کې په تحمیلی توګه په افغانستان کې پلې شوې. له بده مرغه نړیواله ټولنه په تحمیلی توګه د بن د تړون په اساس فیودالی اساسات(قومی انډول) په رسمی توګه د حکومت په جوړښت کې پلې شوې اودغه قومی مسایل په ټولو دولتی اساساتو کې ، اساسی قانون او ملی سرود کې تل پاتې شوې او دغه حرکت ټولنې د سکتاریزم په لور بیایی او ملت جوړونې بهیر ته سخت ګذاراویو ارتجاعی ټولیز حرکت ګڼل کیږی او په دولتی چارو کې ښایسته سالاری(پروفشنلیزم) ، ولسی مشارکت، سیاسی پلورالیزم او د ملی کلتور د ودې لاره ډب کوی.


د دي دپاره چې په افغانی ټولته کې د قومی سیاسی جوړښتونو ځای ایدیالوژیکه ګوندونه ونیسی او په ټولنه کې ګوندونه په یو سترټاکونکي فکتورباندې بدله شی او د ولس اراده څرکند کړی په کار ده چې په ټولنه کې سیاسی قومی او سیمه ییز جوړښتونه(فیودالی سیاسی دودونه) مات شی او د ملی بورژوازی کلتور یا متوسطې  طبقې سیاسی یعنې ښاری کلتور واکمنه شی يعنې ټولنه د یو تاریخی مرحلې نه بل تاریخی پړاو ته باید داخل شی هر اړخیز سیاسی ، کلتوری او اقتصادی ودې ته اړتیالری چې د سوسیالوژی علم پربڼست قومی جوړښتونه د ملی محور پر اساس سره ګډ شی او د سکتاریستی تضادونه او احساسات مخه ونیوله شی هغه وخت دی چې د افغانستان سیاسی ګوندونه د افغانستان د ملی جوړښت تناسب څرګندوی. په یوه مدنی ملی ټولنه کې چې هلته ولسواکی واکمنه وي اکثریت هغه ډله ده چې د ولس ډ یر ګټلې وي او اقلیت هغه ډله ده چې لږ رای ترلاسه کړې وي.