کور / راپور / کوټه : پښتونخوا ادبي غورځنګ جوړ کړل سو

کوټه : پښتونخوا ادبي غورځنګ جوړ کړل سو

دسهيلي پښتونخوا په تاريخي ښارکوټه کښي څواووني وړاندي په سرياب سيمه کښي په پښتوژبي ميّن يوڅوزلميان سره راغونډسول دپښتونخواادبي غورځنګ بنسټ يې کښېښودﺉ.هم دغه شان دپښتونخواادبي غورځنګ مامورين هم وټاکل سوو.دپښتونخواادبي غورځنګ مشر(صدر)ښاغلي علي جان خوشحال،دويم مشراحمدهنريار،سيکتري جنرال عبدالهادي ریاض اوداطلاعاتوچاروسيکترمحمدرمضان ارماني وټاکل سو.دپښتونخواادبي غورځنګ دبنسټ اېښولووروسته دغورځنګ له اړخه ادبي غونډي دوام لري.په دې لړکښي دجمعې مبارکي په ورځ دفروري په ۲۹مه نېټي باندي دغورځنګ له اړخه دسمنګلي په سيمه کښي يوه درنه غونډه وسوه !


په کوم کښي چي نوموړوشاعرونه لکه علي جان خوشحال،عباس درويش،عبدالستارصابر،عبدالهادي رياض،محمدرمضان ارماني،احمدهنريار،اسلم دلشاد،محمدسليم ګلستاني،محمدصادق،عبدالنافع،محمدقاسم،محمدعوض، حاجي محمدمظلوم ياراويوشمېرنوروشاعرانوپه دې غونډه کښي برخه درلوده.
پښتونخواادبي غورځنګ دپښتواوادب دپرمختګ دپاره جوړکړل سوي دي.ځکه چي په پاکستان کښي وپښتوژبي ته خپل مقام نه دي ورکول سوی.هم دغه حق اومقام دپښتوژبي دپاره ترلاس کولوپه خاطرپښتونخواادبي غورځنګ بنسټ اېښول سوي دي