بلخ: د چمتال ولسوالۍ جنايي مدير وژل شوى
دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله ديادې ولسوالۍ جنايي مدير وژل شوى او څلورپوليس ژوبل شوي دي.
په شمال کې دپاميرددرې سوه دريم زون قومندانۍ درسنيومسئول وايي چې دغه پېښه دچمتال په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې دپوليسو يوموټرپريوځاى پرځاى شوي ماين وربرابرشو،چې په ترڅ کې ياده مرګ ژوبله واوښته.
نوموړى زياتوي چې دپېښې ټپيان نږدي روغتون ته وړل شوي او دمګړۍ يي روغتيايي حالات د ډاډ وړښودل شوى.