غزني: دوه تنه له چاودونکو توکو سره نيول شوي
دغزني ولايت پوليس وايي چې په دغه ولايت کې يي دوه تنه له شپږکيلوګرامه چاوديدونکوتوکوسره نيولي دي.
دغزني ولايت دامنيي قومندانۍ دامنيت امر وايي دغه کسان دياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يي شپږکيلوګرامه چاوديدونکي توکي وليږده وي.
نوموړى زياتوي چې ددغو کسانوڅخه دلازياتومعلوماتولپاره په اړونده اداره کې پلټنې راواني دي.