کور / تازه خبرونه / موسی قلعه: د يوې عالــي لـېسې دروازې پرانيستل سوې

موسی قلعه: د يوې عالــي لـېسې دروازې پرانيستل سوې

۲۰۰۸مارچ ۲


د هلمند ولايت په موسى قلعه ولسوالۍ كي د لومړي ځل لپاره  د زده كوونكو پر مخ د يوې عالې ليسې دروازې پرانيستل سوې .


د موسى قلعه ولسوال ملا عبدالسلام  د افغان حكومت څخه په نوموړي ولسوالۍ كي د زده كوونكو لپاره د زده كړي د پوره امكاناتو غوښتنه وكړه .


په عين حال كي د هلمند د كليو دپراختيا او  بيارغاوني ريس محمد عمر قانع په نژدو ورځو كي په موسى قلعه كي د پنځلسو۱۵ بيلا بيلو پروژو د پيلېدو خبر وركړ .



د هلمند په موسى قلعه ولسوالۍ كي د لومړي ځل لپاره د زده كوونكو پر مخ د يوې عالې ليسې  دروازې پرانيستل سوې .


د موسى قلعه ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالسلام آريانا ټلوېزيون ته وويل چي دغه ليسه د هلمند د ولايتي بيا رغاوني د ټيم يا پي ، آر ، ټي لخوا په اوه اتيا زره امريكايې ډالرو جوړه سوې او تر دا مهال پكي شپږ سوه زده كوونكي  ثبت سوي دي .


ملا عبدالسلام وايې چي د موسى قلعه په ولسوالۍ كي تر كابل او لښكرګاه امنيتي وضعه د ډاډ وړ ده او بايد  ټولو زده كوونكو ته يې د زده كړي امكانات برابر سي ، او د بيا رغاوني كارونه پكي د خلكو د تشويق لپاره تر سره سي .


نوموړي پر افغان حكومت نيوكه وكړه چي ورته د ولسوالۍ د سپارلو څخه بيا تر اوسه يې هيڅ مرسته ورسره نه ده كړې .



په عين حال كي د هلمند د كليو د پراختيا او بيا رغاوني ريس محمد عمر قانع  د موسى قلعه په ولسوالۍ كي دبيا رغاوني د پنځلسو۱۵ بيلا بيلو پروژو د پيلېدو خبر وركړ .


ښاغلى قانع وايې چي ډېر ژر به د هغو خلكو سره هم مرستي وكړي چي د وسله والو طالبانو ، نړيوالو ځواكونو او افغان حكومت تر منځ د جګړو په پايله كي زيانمن سوي دي .


څو ورځي وړاندي د موسى قلعه ولسوالۍ چارواكو او قومي مشرانو د افغان لوړ پوړو چارواكو څخه غوښتنه وكړه چي ولسوالي دي يې ولايت ته لوړه كړي .