کور / تازه خبرونه / كوريا له افغانستان څخه ټول عسكر باسي

كوريا له افغانستان څخه ټول عسكر باسي

د جنوبي كوريا د دفاع وزارت مقامات وايي دوى غواړي د جمهوري رياست تر را روانو انتخاباتو دمخه چي د  ډسمبر پر ۱۹مه تر سره كېږي خپل ټول عسكر له افغانستان څخه وباسي.
كوريا وايي دوى دغه ګام له طالبانو سره د هغه ترسره سوي موافقې پر اساس پورته كوي چي له مخي يې طالبانو د دغه هيواد ۱۹ يرغمل سوي اتباع خوشي كړل.
د روان لمريز كال د چنګاښ پر ۱۹مه طالبانو ۲۳ تنه كوريايان د كابل او كندهار پر لويه لار وتښتول چي وروسته يې دوه تني ځني ووژل او دوې نوري مېرمني يې بې قيد او شرطه خوشي كړې. 


طالبانو د كوريايي يرغمل سوو په بدل كي له افغانستان څخه د كوريايي عسكرو د وتلو، د كوريا د خيريه موسسو د تړلو او د كابل له بنده د خپلو بنديانو د خوشي كېدو غوښتنه كول، چي تر څو مياشتو پر له پسې خبرو وروسته د كوريا هيواد وتوانېد چي له افغانستان څخه د خپلو عسكرو د وتلو او خيريه موسيسو د تړلو په بدل كي د طالب جنګياليو له بنده خپل اتباع خوشي كړي.