کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوبه ډېرې له پاسه خړې راځي:

اوبه ډېرې له پاسه خړې راځي:


انځرګل او زرينه مېرمن او خاوند وه.
د مرکز نه ډېر لرې په يوه بانډه کې اوسېدل.
دواړه په يوه لمړنۍ ښوونځۍ کې ښوونکی وه.
ګذاره ېې ښه وه خو د کليوالو بدې ورځې او په ځانګړي ډول په هېواد کې له بډو نه ډېر کړېدل.


يوه ورځ انځرګل زرينې ته وويل:
زرينې زما زړه غواړي چې لوړه زده کړه وکړم او داسې دنده پيدا کړم چې د کليوالو د دردونو هم لږ درملنه وکړم.


زرينې هم ورسره ومنله؛ انځرګل د لوړو زده کړو هڅه پيل کړه او د لږ وخت په تېرېدو سره پوهنتون ته لاړ.


څو کاله وروسته د پوهنتون څخه خلاص او د دولت په يوه لوړ پوست رييس وټاکل شو.


هغه ډېر د لوړ استعداد خاوند و.


په ډېر لږ وخت کې د رياست څخه هم پورته کچې ته لاړ او په يوه وزارت کې معين وټاکل شو.


پدې وخت کې هغه ډېرې ستونزې وګاللې . څرنګه چې د بډو له موجوديت څخه لا پخوا تر پوزې راغلی و نو ډېره هڅه ېې همدا وه چې ددولت په چارواکو کې د بډو اخيستل له منځه يوسي .


پدې لړ کې ېې يو دولتي چارواکی څو ځله په بډو اخيستلو ونيو او هر ځل به ېې ورته سپارښتنه کوله چې بډې بايد وا نخلي .


هغه دې سپارښتنې ته هيڅ پاملرنه نه کوله او بډو اخيستلو ته ېې همداسې دوام ورکاوه.


په پايله کې ېې د دندې څخه د هغه د لرې کولو پرېکړه وکړه او د هغه د لرې کولو امر ېې ورکړ.


څرنګه چې په دولتي چارو کې د يوه کار سرته رسول د قانوني پروسو د بشپړولو په موخه ډېر وخت ته اړتيا لري لدې کبله د هغه ددې امر د عملي کېدو مخکې ېې وليدل چې د هغه ځاي څخه بل ځای ته پخپله د هغه د بدلېدو ليک (مکتوب) راغی او هغه پخپله لدې ځايه لاړ.


انځرګل هلته هم همدې ستونزې کړاوه.


همدارنګه د هغه ځايه دې ځاي ته د خپل بدلون په هکله هم ډېر اندېښمن و او پدې هکله ېې ډېرې پلټنې کولې.


د پلټنو په لړ کې دې پايلې ته ورسېده چې هغه ټيټ پوړي چارواکی چې ده له دندې ګوښه کړی و د يوه لوړپوړي چارواکې خپلوان وه او دا چې ده هغه له دندې ګوښه کاوه نو له همدې وجهې نوموړي چارواکې دي له هغه ځايه دلته را بدل کړ.


دې چارې ډېر نهيلی او پايله ېې دا شوه چې خپله پرېکړه بدله کړي.


او پدې ډول ېې خپله پرېکړه له زرينې سره شريکه کړه.


زرينې دا ستونزه يوازې زما او ستا د کليوالو نه؛ بلکه د ټول هېواد ستونزه ده.


زمونږ نژدې ټول هيوادوال لدې او داسې نورو ډېرو ستونزو څخه کړېږي،


زه غواړم چې بېرته ښوونکی شم .


زرينه ډېره حيرانه شوه او په حيرانتيا ېې ترې وپوښتل ولې.


انځرګل ځواب ورکړ.


اوبه ډېرې له پاسه خړې راځې.
چينه کې چې اوبه خړې وي نو منګي کې خو ضرور خړې راځي.
د ښوونځۍ مثال د چينې ده.
تر هغې پورې چې دا چينه پاکه شوې نه وي هيڅکله نشي کېداي چې هيواد د بډو؛ درغليو او نورو ناوړه چارو څخه پاک شي .
مونږ بايد دا چينه پاکه کړو.


د مسلکي زده کړو سره بايد يو ځاي د رښتينولۍ او ديندارۍ زده کړې ورکړو.
د مينې؛ محبت او ورورولۍ زده کړې کړو.
مونږ بايد خپلو زده کونکو ته د خورا غوره انسانيت ( د اسلام د سپېڅلي دين) زده کړې ورکړو.


ددې چينې د پاکولو پرته؛ هيڅکله نشي کېدای چې زمونږ د هيواد ستونزې له منځه لاړې شي.


او که نه نو دا ستونزې به تل زمونږ د ګران هېواد ملګرې وي .  په درنښت.
  4 . نومبر. 2007