کور / تازه خبرونه / په خوست کې دوه تنه ووژل شول

په خوست کې دوه تنه ووژل شول

د يکشنبې په ورځ د خوست ولايت په تڼيو  ولسوالۍ کې د خپل منځي شخړی له امله دوه کسان ووژل شول .
د تڼيو ولسوال بديع زمان صبری لراوبر پاڼې ته  وويل  چې ياده پيښه د تڼيو ولسوالۍ په درملکه کلي کې نن سهار د دوو کورنيو د خپل منځي شخړې له امله رامنځته شوی .
 ولسوال بديع زمان زياتوي چې په پيښه کې دوه کسان لاس په لاس ووژل شول .
 ولسوال  زياتوي پوليسو د پيښې وروسته محل ته رسيدلي او هغه کسان چې د قتل په تور تورن دي نيولي دي ،او دا مهال په امنيه قوماندانی کې ترې پوښتنې روانې دي .
 دا لومړي ځل ندی چې په خوست کې دا ډول پيښه رامنځته کيږي بلکې ديته ورته په لسګونه پيښې وړاندې هم رامنځته شوي چې هر کله يې له ځانه سره مرګ ژوبله لرلي ده .