کور / تازه خبرونه / د خوست ولايت اړوند رياستونو سره دموټرو مرسته

د خوست ولايت اړوند رياستونو سره دموټرو مرسته


د خوست ولايت اړوند بيلابيلو رياستونو ته ٢١ عراده سراچه  موټر ورکړشول
هغه ٢١ عراده  سراچه ډوله موټرونه چې نن يکشنبه د خوست ولايت په مقام کې د ولايت اړونده رياستونو  ته ورکړ شول په اړه يې خوست  والي ښاغلي ارسلاجمال وويل چې ياد شوي موټرونه په خوست کې د   P R T يا ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د يو لکو لس زره امريکايي ډالرو په مقابل کې رانيول شوې او  ددې لپاره رياستونو ته ورکول کيږي ترڅو خپلې ټولې په دولت پوري تړلي  چارې په مهال سرته ورسوي او خلکو ته ښه خدمت وړاندې کړي . خوست والي زياته کړه چې يو څوک هغه وخت خپل ولس ته خدمت کولی شي چې په سايلو سمبال او د ژوند له ټولو اسانتياوو برخمن وي 
خوست والي ريسانو ته  د موټرو د ورکړې په مهال وويل هيله کوم  خپلې اړوندې چارې په مهال سرته ورسوی او خپلې خاورې ملت ته د زړه له کومی لکه څرنګه مو چې پخوا کړی کار وکړې .
د ياد شوو موټرو د ورکړې خبر په داسي حال کې خپريږي چې پخوا هم يو شمير رياستونو ته د چارو د اسانتياوو په موخه په لسګونه پايی کمپيوټرونه اونور د فتر لاوزم ورکړ شوي وو