د کندهار په حمله کی ۲۱ کسان مړه سول

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 12th, 2011


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د اسوشیټیډ پریس په حواله خبر ورکوی چی د کندهار په نننۍ حمله کی ۲۱ کسان وژل سوي او ۴۹ نور هم ټپي سوي دي . خبر وایی چی د وژل سوو له جملې نه ۱۵ یې پولیس ، درې پوځیان ، یو استخباراتی افسر او دوه ملکی خلک دي . په زخمیانو کی ۲۵ یې پولیس ، یو استخباراتی افسر او ۲۳ ملکی خلک دي .
راپور زیاتوی چی امریکایی پوځی او استخباراتی مقامات مسلسل ادعا کوی چی د کندهار حالات اوس د دوی په ګټه او د طالبانو په زیان تمام سوي دي ، خو نننۍ پیښی د هغوی دا ادعاګانی غلطی ثابتی کړې .

Copyright Larawbar 2007-2024