کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لویدیځ غواړي دا الهي نصرت هم د دیموکراسۍ په نامه ځان ته منسوب کړي

لویدیځ غواړي دا الهي نصرت هم د دیموکراسۍ په نامه ځان ته منسوب کړي

لویدیځ غواړي دا الهي نصرت هم د دیموکراسۍ په نامه ځان ته منسوب کړي


له یوه اوږدې مودې راپدیخوا په سیاسی او فکري مجالسوو کې دا تصور ډیر مطرح کیږي  ، چې ګواکې اسلامي  اصلاحي حرکتونو په اسلامي نړۍ کې د لویدیځ دسیاسي ، فکري او ټولنیز یرغل پرضد څه د پام وړ تحرک او هڅوب نه لري . او د دغه اصلاحي حرکتونو با وجود هم د اسلامی نړۍ د سیاسي ټولنې شعور او پوهه داسې نیمګړې ده ، چې نشي کولای د لویدیځ شؤمې توطیئې درک کړي ، او په ضد ئې د معاصر سیاسي کلچر سره سم ګټور دریځ ولري . په اسلامي نړۍ کې د دغه راز ذهنیت عامول  د استعماري کړیو دفکری یرغل یوه اساسي برخه ده ، او د تاریخ په اوږدو کې ئې دا هڅه کړې ده تر څو دهغو اسلامي حرکتونو دفعالیت مخه ونیسي ، چې غواړي اسلام د انساني ټولنې په هر اړخ باندې مسلط وي ، داسې هر اړخیزه اسلام په ټولنه باندې حاکم وي ، چې د انساني ژوندانه ټول اړخونه تنظیم کړي . نه هغه اسلام چې لویدیځ ئې د اسلامي هیوادونو د ټولنو لپاره غواړي ، هغه چې یوازې د تشو عباداتو او مناسکو مجموعه وي ، او د انسان د ژوندانه د نورو اړخونو سره کار ونه لري .


استعمار د دغه هدف لپاره ډیر له وړاندې لوی زیار ایستلی دی ، تر څو دین (اسلام ) له سیاست یا حکومتدارۍ څخه بیل کړي ، له یوې اوږدې مبارزې څخه وروسته لویدیځ وتوانید چې په ترکیه کې اسلامي خلافت د اتاترک په لاس له منځه یوسي ، او په رسمي توګه د یوه علماني  ( یعنی دین باید د حکومتدارۍ له چارو ګوښه وي ) حکومت تهداب کیږدي ، دین د حکومتدارۍ له چارو ګوښه کړ ي، او له کومه ځایه چې حکومت د انساني ټولنې ډیرې چارې تنظیموي ، نو د دغو چارو د تنظیم لپاره د لویدیځ سیستم او قانون رایج کړي ، دین یوازې د انسان د روحي اړخ د تهذیب لپاره وګمارل شي ، هغه هم که چیرې دا اړتیا محسوسه شوه .


خو د الله تعالی په فضل او احسان سره د اسلامي اصلاحي حرکتونو د نه ستړی کیدونکې مبارزې له امله د بدلون او تغیر بهیر هم له هماغه ځایه پیل شو له کوم ځایه چې اسلامی خلافت ړنګ شوی ؤ ، د ترکیه اسلامی حرکت په ډیر ذیرکتوب سره وتوانید چې په دیموکراتیکه بڼه په ترکیه کې د استعمار په لاس جوړ شوی علماني حکومت داسې راوپرځوي ، چې د لویدیځ  د دیموکراسۍ حربه ئې هم مخه ونه شي نیولي . د ترکیې اسلامی حرکت د نړۍ نورو اسلامی حرکتونو ته روښانه او د امیدونو نه ډک پیغام درلود ، په ګڼ شمیر اسلامی هیوادونو کې اصلاحي حرکتونه په دې پوه شول چې د استعمار په وړاندې د مبارزې مؤثره لیاره د مسالمت آمیزې مبارزې لیاره ده ، دا قناعت او باور پیدا شو چې باید د ټولنې سیاسي او فکري شعور او پوهې ته د اسلامی ارزښتونو په چوکات کې وده ورکړل شي ، د اسلامی هیوادونو عام وګړي او په تیره بیا ځوانان بایدد استعمار پرضد د مؤثرې مبارزې لیاره و مومي  . د دغو اسلامی حرکتونو د فعالیت په نتیجه کې د اسلامی هیوادونو د ټولنو سیاسی او فکری سطحه لوړه شوه ، او د استعمار دسیسې او توطییی ئې درک او پر ضد ئې د مبارزې استعداد پیدا کړ ، د هغو مستبدو حکومتونو په ضد ئې د خپل حق شعار پورته کړ ، چې د لویدیځ د استعمار پر مټو له یوې اوږدې مودې څخه د خلکو په اراده حاکم ؤ ، د ملتونو شتمنۍ ئې د استعمار ګرو غاصبینو سره لوټولې ، د ظلم او بر بریت له لاسه ئې چا غږ نه شوی پورته کولای . خو کله چې د ایمان شغله په زړه کې بله شي بیا د دنیا له فرعونانو سره مبارزه دومره آسانه شي ، چې د یوه بې وزله ، مظلوم او بې چاره سبزي فروش له لاسه هغه مستبد حکومت راونړیږي ، چې د استبداد له لاسه ئې چا په ښکاره د الله تعالی عبادت هم نه شو کولای ، څوک به چې د لمانځه لپاره جومات ته تلل د بیرته را ګرځیدو سره سم به زندانی کیدل . دا ددغه اسلامی حرکتونو د مسلسل زیار نتجه ده چې دا بې وزله او مظلوم سبزي فروش هم د خپل حق د غوښتلو همت پیدا کوي . کله چې د خدای تعالی اراده وشي نو بیا د یوه بې وزله ، مظلوم سبزي فروش له لاسه هغه حکومتونه نړیږي ، چې د فرعونیت داوه ئې کړې وي . کله چې د الله تعالی اراده وشي ، نو بیا هغه حسني مبارک چې مصریانو ئې په خوب کې هم د حکومت له چارو ګوښه کیدل نشوی لیدلی ، دمره بې وسه او بې بسه شي چې هیڅ یاراو مددګار نه شي پیدا کولای ، تر څو ئې د ملت له غضب څخه وژغوري ، او بلآخره د ډیرو عذرونو نه وروسته د حکومت چارې ملت ته پریږدي ، او هغه استعماري کړۍ ئې هم ملاتړ ته زړه نه شي نیولی ، چې له یوه اوږدې مودې څخه ئې په خدمت کې ؤ ، ځکه چې استعماري هیوادونه هم دملت له پاڅونونه نه ویره لري ، او نه غواړي چې ورسره ښکیل شي .


خو هغه ټکی چې باید دلته روښانه او توضیح شي ، هغه دا دی ، چې لویدیځ غواړي دغه پاڅونونو ته د دیموکراسۍ رنګ ورکړي ، او ځان ته ئې منسوب کړي ، تر دې وړاندې چې دا پاڅونونه د اسلامی حرکتونو د زیار پایله وي ، ځکه چې ډیر اسلامی حرکتونه غواړي په دیموکراتیکه بڼه خپل حقوق د لویدیځ د استعمار څخه تر لاسه کړي ، که وړاندې اسلامی حرکتونه په ترهګرۍ او سختدریځۍ باندې تورن کیدل ، او غوښتل ئې چې د وسلوالې مبارزې له لیارې خپل غصب شوي حقوق تر لاسه کړي ، خو نن دا پلمه هم د لویدیځ استعمار له لاسه ورکوي ، او ګوري چې په اسلامی هیوادونو کې خلک د دوی له جبر او ظلم څخه بیزاره شوی دی ، او د اسلامی حرکتونو د مسآلمت آمیزه مبارزې ملاتړ کوي .


لویديخ نن غواړي دا الهي نصرت هم د دیموکراسۍ په نامه ځان ته منسوب کړي ، او  په دې توګه د عامو خلکو تعاطف حاصل کړي ، خو څرنګه مو چې وړاندې وویل د الله تعالی په فضل او احسان سره او داسلامي اصلاحی حرکتونو د پرلپسې  زیار په نتیجه کې نن د اسلامي ټولنو د عامو وګړو سیاسي او فکري پوه دومره لوړه شوې ده چې وکولای شي د استعمار شؤمې دسیسې او توطیئې درک کړي ، او د له منځه وړلو لپاره ئې ګټوره مبارزه په لاره واچوي  .