کور / تازه خبرونه / دزابل پراړوندلويه لارنوې مسلكې ځواك كارپيل كړ

دزابل پراړوندلويه لارنوې مسلكې ځواك كارپيل كړ

دسويلي زون دپوليسومشرخبروركړچې دپنجوايې اوژړي والسوالۍ دمخكنيوپوليسوپرځاي يې دعامه نظم پوليس په دنده ګمارلي اوديادوسويوالسواليوپوليس يې دمسلكې زده كړولپاره دپوليسوروزنيزمركزته معرفي كړي دي .


نومه وړي يادونه وكړل چې دموټرچلونكودشكايت پربنسټ يې وميوندوالسوالي ته هم دعامه نظم پوليس ليږلي دي .


دسويلي زون دپوليسوقومندان جنرال غلام علي وحدت چې نن يې په يوه خبري ناسته كې خبري كولي وويل چې دزابل شهرصفااوشاجوي والسواليوته يې هم تردوه مياشتني روزني وروسته مسلكي پوليس ليږلي اواوس پردغه لويه لارامنيتي ستونزي ترډيره بريده پوري حل سوي دي .


جنرال وحدت زياته كړل چې دپوليسودمسلكي روزني ترڅنګ يې دهغوي امتيازهم دملي پوځ دسرتيروپه څيرپه پام كې نيولي دي .


وحدت وويل چې دوالسواليودپوليسودروزني نورپړاونه هم په پام كې دي چې په لمړيودومياشتوكې يوازي پوليسوته دقانون دپلي كولودلمړي توبونوپه برخه كې زده كړي وركول سوي دي .


ښاغلي وحدت څرګنده كړل چې دپوليسوپه ليكوكې داصلاحاتودرامنځ ته كولوپه ترځ يې دكم عمره پوليسوپه ايستلوهم لاس پوركړي اودم كړي له ۱۸ كلونوڅخه كم عمركسان دپوليسوپه ليكوكې نه ترسترګوكيږي .


داپه داسي حال كې ده چې پرون په زابل كې  دري سوه څلويښت تنه نوي روزل سوي پوليس دكابل كندهارپرلويه لارپه دنده ګمارل سويدي ،جنرال وحدت يې په اړه وايې چې دزون اړوندبه دكندهاراوروزګان  اوكندهار-هرات  پرلاروهم دپوليسوپه ليكوكې اصلاحات رامنځ ته كړي .