" /> " /> " /> " /> په زرهاوو تنو د هالنډ او ډنمارک پر ضد مظاهره وکړه – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / په زرهاوو تنو د هالنډ او ډنمارک پر ضد مظاهره وکړه video

په زرهاوو تنو د هالنډ او ډنمارک پر ضد مظاهره وکړه video

په زرهاونو تنه دمزار شريف ښار اوسيدونکو په ډنمارکي ورځپاڼه کښي د حضرت رسول اکرم (ص)  د کاريکاتورونو د بيا چاپ او په هالنډ کښي د مسلمانانو د مقدس کتاب د فلم د خپرولو پر ضد لاس په مظاهرو پوري کړ،  مظاهره چيانو د افغانستان دولت نه د دې دوو هيوادونو د ځواکونو د ايستلو غوښتونکي شول .



دا مظاهره چيان د پنځه زرو په شاوخوا کښي وو، د ډنمارکي ورځپاڼي کړنه يې چي بيايي د حضرت محمد مصطفی (ص) کاريکاتورونه چي شخړه راپارونکي وو،  چاپ کړي . دوي يې تورن کړل چي غواړي د نړي مسلمانان بيا راوپاروي  مظاهره چيانو چي د فلمي صحني خپرول چي د مسلمانانو د مقدس کتاب فلمي صحنه يي خپره کړي محکومه کړه او له دولت نه يي غوښتي چي هالندي او دانمارکي پوځونه دي ددې هيواده وباسي او ديپلوماتيک ارتباطات دي له دي دواړو ملکو سره بند کړي .


مو لوي عبدالوکيل يوتن مظاهره کونکي ويل :مونږ غواړو چي دنمارکيان او هالنديان دي ددې هيواده ووځي او دولت دي خپلي اړيکي ورسه بندي کړي


د علماوو د شورا  يو تن غړي عبالرووف توانا وويل : مونږ د دښمنانو له توطبو خبر يو او نه پريږدو چي مسلمانان سره واچوي .


ګريت ولدرس هالنډي فلم جوړونکی


ګريت ولدرس چي ددي فلم جوړونکي دي ويلي يي دي چي د ده فلم ښيي چي قران د مسلمانانو مقدس کتاب د سړي وژني هځونکي دي  مظاهره چيانو د اسلامي هيوادونو غوښتي چي خپلي ديپلوماتيکي اړيکي دي ددي هيوادونو سره بندي کړي  ددي مظاهري په پاي کي مظاهره چيانو ددي دواړو هالنډ او ډنمارک هيوادونو بيرغونو ته اور ورته کړ .


هالنډ   ډنمارک